ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“هيله ده راتلونکې مياشت امنيتي سند لاسليک شي”

“هيله ده راتلونکې مياشت امنيتي سند لاسليک شي”

author avatar
17 Sep 2013 - 11:34
“هيله ده راتلونکې مياشت امنيتي سند لاسليک شي”
author avatar
17 Sep 2013 - 11:34

واشنګټن (پژواک ٢٦ وږى ٩٢): لوړي پوړي امريکايي ډيپلومات هيله څرګنده کړه، چې راتلونکې مياشت به له افغانستان سره امنيتي سند لاسليک شي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي جيمز ډوبينز دغه څرګندونې تېره ورځ په واشنګټن کې د يوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.

هغه زياته کړې: ((موږ هيله لرو، چې پر امنيتي سند په راتلونکې اکتوبر مياشت کې لاسليک وشي او موږ په دې اړه خوشبينه يو.))

د افغانستان او امريکا تر منځ پر امنيتي سند خبرې شاوخوا لس مياشتې مخکې پيل شوې وې او ټاکل شوې وه، چې په يوه مياشت کې بشپړ شي، خو د روان لمريز کال د غبرګولي په ٢٨مه په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانيستلو پر څرنګوالي افغان حکومت دا خبرې وځنډولې.

خو له تېرې مياشتې راهيسې دا خبرې په واشنګټن کې په غير رسمي توګه روانې وې او په روانه مياشت کې په کابل کې پر امنيتي سند رسمي خبرې يو ځل بيا پيل شوې دي.

د امريکا ځانګړي استازي جيمز ډوبينز په ياده خبري غونډه کې د يوې پوښتنې په ځواب کې په ډاګه کړه، چې په قطر کې له طالبانو سره د سولې هلې ځلې يوه تېروتنه وه.

هغه زياته کړه: ((طالبان اوس له امريکا سره د خبرو اترو پيلول نه غواړي.))

ياد امريکايي ډيپلومات ويلي، چې طالبان اوسمهال په يوه ځانګړې موضوع د امريکا تر څنګ له افغان حکومت سره هم خبرې کول نه غواړي او دا نه ده معلومه چې دوى دغه دريځ تر کومه پورې خپلوي.

 

 

خو هغه زياتوي، چې امريکا غواړي له طالبانو سره نېغ په نېغه دغه خبرې اترې ژر تر ژره پيل شي.

د نوموړي په وينا، دوى غواړي چې بيا په دې خبرو اترو کې افغان حکومت او د سولې عالي شورا هم ورګډ کړي.

د امريکا ځانګړي استازي وويل، چې دوى د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د دغه هېواد له ټولو ګاونډيانو او په ځانګړې توګه له پاکستان سره له نږدې کار کوي.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.