کندهار ( پژواک ۵ تله ۹۲) : د کندهار- سپين بولدک پر لويه لاره په يوه ټرافيکي پېښه کې ٤ تنه ووژل شول او ١٠ تنه نور ټپيان شول.
پېښه نن د تلې په ٥مه، مازديګر ناوخته د يادې شوې لارې په اوږدو کې د تخته پُل ولسوالۍ اړوند د انځرګي په سيمه کې د سراچه او فيلډر موټرونو د ټکر له امله شوې ده.
د تخته پُل ولسوال محمود اڅګزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ټرافيکي پېښه کې دوې مېرمنې او دوه نارينه وژل شوي او ١٠ تنه نور ټپيان شوي، چې په هغو کې هم ښځې او نارينه شامل دي.
هغه زياته کړه، له پېښې سمدستي وروسته ټپيان د پوليسو له خوا ميرويس روغتون ته رسول شوي دي.
د کندهار د ټرافيکو مدير سمونوال محمد الله خان هم پېښه تائيد کړه، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لرل.
هغه وويل، د پېښې د څېړنې لپاره ټرافيک پوليس سيمې ته لېږل شوي دي.
د ميرويس روغتون ډکټران وايي، چې د پېښې له ځاى څخه ورته لس تنه ټپيان وروړل شوي، چې د ځينو حالت ښه نه دى.
چارواکي وايي، پر لويو لارو ډېر مهال ټرافيکي پېښې د چلوونکو د بې احتياطۍ، نه مسلکيتوب او د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځ ته کېږي.