پل علم ( پژواک ٨ تله ٩٢): د لوګر د ښاروالۍ ٦٠ مامورينو د ښاروال د بد چلن له امله کاري اعتصاب کړى دى.
د لوګر ښاروالۍ د محاسبې مدير عبدالوکيل، پژواک خبري اژانس ته وويل، دوى له تېرو دوو ورځو دندې ته نه دي تللي او کاري اعتصاب يې کړى دى.
نوموړى وايي، چې ښاروال له خپلو کارکوونکو سره بد چلن کوي، سپکې سپورې ورته وايي او ادارې فساد ته يې هڅوي.
د خواجه محمد نعيم په نوم د ښاروالۍ يو موټر چلوونکى هم د ښاروال له ناوړه چلنده شکايت کوي او وايي، چې هغه د خپلو کارکوونکو سپکاوى کوي.
د ښاروالۍ د ارشيف مدير جنت ګل وايي، چې د ښاروال د ناوړه چلند په اړه يې ولايتي ادارې او سيمه ييزو ارګانو ته خپل شکايت رسولى دى.
د ده په وينا، تر هغو چې د دوى ستونزې حل نه شي، خپلو دندو ته به ور ونه ګرځي.
د لوګر مرستيال والي محمد هاشم فيضي هم مني، چې د ښاروالي ٦٠ کارکونکو له تېرو دوو ورځو کار اعتصاب کړى دى.
دى وايي، د ښاروالۍ کارکوونکو ورته خپل شکايت رسولى، خو د ده په خبره، دا ستونزه به هغه مهال هواره شي، چې ښاروال له دندې لرې شي.
فيضي دا ومنله، چې ښاروال له خپلې دندې ناوړه ګټه اخلي او له خپلو مامورينو سره بد چلند کوي.
خو ښاروال محمد خان الفت پر ده لګېدلي تورونه ردوي او زياتوي، چې د ښاروالۍ ډېر لږ کسان ناراضه دي او نور ټول مامورين خپل کار ته دوام ورکوي.
له بلې خوا څه موده وړاندې له اداري فساد سره د مبارزې ادارې مشر عزيز الله لودين پژواک ته ويلي و، چې د لوګر د ښاروال احمدجان الفت د فساد دوسيه يې لويې څارنوالۍ ته استولې او د هغه د فساد د ادعاوو په اړه يې څلور کسيز کمېسيون ته د پلټنو لپاره دنده سپارلې ده.
خو ښاروال بيا پر ده د فساد تورونه رد کړي و.










