دا راپور واورئ
۰:۰۰ / ۱:۰۰
کابل ( پژواک ١٥ تله ٩٢ ) : د پاکستان او ايران پر ګډه پوله د پنځو افغانانو جسدونه موندل شوي دي.
پاکستانيو رسنيو د تلې په ١٥مه، خبر ورکړى، چې د افغانانو دا جسدونه پرون د بلوچستان ايالت په کيچ ولسوالۍ کې د ايران پولې سره نږدې موندل شوي دي.
سرچينو زياته کړې ، دغو افغانانو غوښتل ، چې په ناقانونه توګه ايران ته ولاړ شي، خو په ګډه پولې د لوږې او تندې له امله مړه شوي دي.
پوليسو ويلي، چې د يادو افغانانو جسدونه لومړى نږدې روغتون او بيا وروسته تربت ولسوالۍ ته دنورو پلټنو لپاره لېږدول شوي دي.
د يادونې ده ، چې تر دې مخکې هم د ايران او پاکستان پر ګډه پوله د ګڼ شمېر افغانانو په ګډون لسګونه کسان مړه او ټپيان شوي دي.









