کابل ( پژواک ١٥ تله ٩٢ ) : درې افغان وروڼه په ترکيه کې د ډبرو سکرو د لوګي له مله مسموم او مړه شوي دي.
ترکي رسنيو د تلې په ١٥مه، خبر ورکړى، چې دا پېښه د ترکيې شمالي سيمه د تورې بحرې په څنډه کې په کارابوک ولايت کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې دغو افغانانو د اوسېدو خونه د ډبرو سکرو په وسيله ګرمه کړې وه، خو کله چې دوى بيده شوي، نو د ډبرو سکرو د لوګي له امله لومړى مسموم او بيا مړه شوي دي .
د زمان په نامه يوې ترکي رسنۍ په خپل راپور کې ويلي ، کله چې د کورنۍ غړيو يې د ويښولو هڅه کوله، نو دوى په خپلو کټونو کې ساه ورکړې وه.
په راپور کې دغه افغانان د جاوېد حيدري، سجاد حيدري او سعيد حيدري په نومونو ياد شوي ، چې ١٥ ، ١٦ او ٢٥ کاله عمرونه يې درلودل .
سرچينې زياته کړې ، چې دمړو شويو افغانانو جسدونه نږدې روغتون ته لېږدول شوي او پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.
ياد راپور د مړو شويو هلکانو دپلار غلام حيدري په حواله ليکلي ، چې دوى شل ورځې مخکې له افغانستان څخه دې ولايت ته راغلي وو.
سرچينې زياته کړې، چې يو زوى يې استانبول ته د کار لپاره تللى ، بل زوى يې په کارابوک ولايت کې خياطي کوي او درې نور يې مړه شول.
د يادونې ده، چې تېره ورځ د پاکستان او ايران ترمنځ پر ګډه پوله د پنځو افغانانو مړي موندل شوي وو، چې د لوږې او تندې له امله يې ساه ورکړې وه.










