کابل ( پژواک،١٨ تله ٩٢) : په خوست کې يو شمير سوداګرو د٣٠ميليونو ډالرو پانګې اچونې لپاره خپل چمتوالى اعلان کړ.
د خوست ولايت د رسنيو له دفتره پژواک اژانس ته رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي، د خوست د وچې ميوې يو شمير سوداګرو په دغه ولايت کې د٣٠ميليونو ډالرو پانګې اچونې لپاره خپل چمتوالى اعلان کړ.
خبرپاڼه د يو سوداګر حاجي اصيل ګل له خولې کاږي، دجلغوزيو سوداګر به د نورو برخو ترڅنګ د جغلوزيو د صاداراتو په برخه کې پانګونه وکړي ،چې هم دخوست ولايت جلغوزي دنړۍ مارکېټونو ته صادر او د افغانستان د توليد نمايندګي وکړي اوهم په دغه ولايت کې د زرګونو کسانو لپاره دکار زمينه مساعده شي.
خبرپاڼه زياتوى ، چې د خوست والي عبدالجبارنعيمي له ټولو سوداګرو وغوښتل چې په خوست ولايت کې دپانګې اچونې په برخه کې خپل امکانات ولس ته اعلان کړي.
سرچينه زياتوي، نعيمي د خوست سوداګرو ته د دوى د ستونزو په هواري کې د هراړخيزه همکارۍ ډاډ ورکړ.
د خبرپاڼې له مخې ، والي وويل ، په هغو ځايونو کې چې د پانګې اچونې او توليدي فابريکو لپاره ځانګړي شوي دي ،د برق د ستونزې د هواري ،سړکونو د جوړيدو او امنيت په برخو کې به ورته لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، والي خوست د پانګې اچونې لپاره يو مناسب ولايت په ګوته کړ اوپه سوداګرو يې غږ وکړ ، چې ولايتي اداره به په بشپړه توګه امکانات ورته برابر کړي.
خبرپاڼه کاږي، چې د سوداګرۍ خونې د مديره پلاوي د غړي اوملي سوداګر لطيف ژوندي له خوا د خوست ښار د ښايست په خاطر د يو پيغام رسونکي څلي د جوړېدو اعلان هم وشو .