ګردېز (پژواک ٢٧ تله ٩٢): د لوګر ولايت اړوند سيمه د کابل-ګردېز پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ شوى او ١٧ نور ژوبل دي.
د ګردېز په ښار کې د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر حيا ګل پکتين د تلې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار نهه بجې د لوګر ولايت د مرکز پل علم اړوند د التمور په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې له خوست څخه کابل ته په لاره يو سراچه موټر له مخامخ را روان بل سراچه موټر سره جنګېدلى دى.
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې يو تن مړ شوى او ١٧ نور ټپيان شوي دي.
پکتين وويل، ټپيان، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، د ګردېز ملکي روغتون ته ور وړل شوي او وايي چې د ځينو يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
نوموړي زياته کړه، چې ډېرى ټپيان د يوې کورنۍ غړي دي.










