ګردېز( پژواک ٧ تله ٩٢): د پکتيا په مرکز ګردېز کې په ترافيکي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه مړه او پنځه نور ټپيان شول .
دغه پېښه نن له غرمې وروسته په دوو بجو د ګردېز اړوند په تېره سيمه کې له شخصي سراچه موټر سره د پوليسو د رېنجر موټر د جنګېدو له امله رامنځته شوې ده .
د قربانيانو له خپلوانو څخه يو تن اميرګل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده مرګ ژوبله د سراچې موټر سپرليو ته چې د واده له مراسمو کورونو ته روان وو، اوښتې ده.
د ده په وينا، په پېښه کې مړه شوي او ټپيان سره خپلوان وو.
د هغه د معلوماتو له مخې، په مړو شويو کې درې مېرمنې او دوه ماشومان شامل دي او ټپيان ټول لويان او نارينه دي.
دى وايي، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي .
تيره دګرديز هغه غرنۍ سيمه ده ،،چې له دې وړاندې هم پکې ترافيکي پېښې رامنځ ته شوي او خلکو ته په مرګ ژوبله اوښتې ده .









