منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۴ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

ترافيکې پېښې دوه کسه مړه او ٣٠ نور ټپيان کړل

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۴ کتنې

ګردېز (پژواک ٨ لړم ٩٢): چارواکي وايي، چې د خوست-ګردېز پر لاره د سټو کنډو په سيمه کې ترافيکې پېښې دوه کسه مړه کړي او ٣٠ نور ټپيان دي.

د ګردېز د روغتون سرطبيب ډاکټر حياګل پکتين د لړم په ٨مه پژواک ته وويل، پېښه ماسپښين يوه بجه د يوه لارۍ موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې ده.

هغه زياتوي، په موټر کې د کوچيانو د څو کورنيو کډې بار وې، چې د شواک ولسوالۍ اړوند سټو کنډو کې يې موټر چپه شو.

پکتين زياته کړه، په ټپيانو کې ډېرى ښځې او ماشومان دي او دوه ټپيان، چې حالت يې ښه نه و د درملنې په موخه کابل ته ولېږدول شول.

د نوموړي په وينا،د پېښې نور ټپيان د ګردېز په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او څو تنه چې ټپونه يې ژور نه و، تر لومړنۍ درملنې وروسته له روغتونه رخصت شول.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون مازديګر د پکتيا_ لوګر پر لاره د تېرې کوتل په سيمه کې د پوليسو له يو رينجر موټر سره د واده د موټر د ټکر په پايله کې پنځه تنه مړه او پنځه نور ټپيان شوي وو.