منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۴ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په سرطان اخته نجلۍ ځان وژنه وکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۵۵ کتنې

شبرغان (پژواک ٨ لړم ٩٢): د جوزجان پوليس وايي، چې د سرطان په ناروغۍ اخته يوې نجلۍ ځان وژنه کړې ده.

د جوزجان امنيه قوماندانۍ د کشف امر څارمن عبداللطيف پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دې اتلس کلنې نجلۍ تېره شپه د شبرغان ښار دويمه ناحيه کې په خپل کور کې ځان د اوږې په رومال ځوړند کړى دى.

د کشف امر د نجلۍ د کورنۍ له قوله وويل، چې دا نجلۍ د روان کال په پيل کې د ستوني درد له امله عمليات شوې وه، خو ډاکترانو ويل چې ناروغي يې سرطان ده، نو له همدې امله به نجلۍ هر وخت خپلې مور ته ويل، چې له ژوند يې زړه تور شوى دى.

هغه زياته کړه، چې دا نجلۍ د خديجه جوزجاني لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکې وه، نو له همدې امله ښوونځي ته نه تله او په ګوښه کې يې ژوند کاوه.

د جوزجان د عامې روغتيا رييس ډاکتر فريدون حبيب  وايي، چې د نجلۍ مړى تېره شپه روغتون ته ور وړل شوى او د کتنې پايلې څرګندوي، چې زندۍ شوې ده.

د نجلۍ کورنۍ د هغې مړى نن له روغتون نه و لېږداوه، خو له رسنيو سره يې له خبرو ډډه وکړه.

دا په روان کال کې په جوزجان کې د نجونو او ښځو د ځان وژنې ١٩مه پېښه ده.

تېره مياشت هم په شبرغان کې د دوو مېرمنو مړي په خپل کور کې وموندل شول، چې ځانونه يې ځوړند کړي وو او له يوې نه يې لور او دوه زامن هم پاتې دي.

تر دې وړاندې هم په ورته يوه پېښه کې د يوې اتلس کلنې نجلۍ او  نوې واده شوې ناوې مړي په اقچه ولسوالۍ کې  په خپلو کورونو کې موندل شوي وو.

په جوزجان، فارياب او سرپل کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر مشر مغفرت صميمي  وايي، چې دا ډول ډېرې وژنې د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته کېږي، چې عاملين يې بايد مجازات شي.

دى وايي، له چا سره چې کورنى تاوتريخوالى ونه شي، څنګه امکان لري، چې خپل ژوند ته دې د پاى ټکى کېږدي.