منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۲ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

حکيم الله مسعود په نامعلوم ځاى کې خاورو ته وسپارل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۷۹ کتنې

کابل ( پژواک ١١ لړم ٩٢ ) : راپورونه وايي ، چې د پاکستاني طالبانو وژل شوى مشر حکيم الله مسعود خاورو ته سپارل شوى دى.

نوموړى پرون  د شمالي وزيرستان د ډانډې درپه خېل  سيمه کې د امريکاد يوې بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې وژل شوى و.

امنيتي سرچينې وايي، چې امريکايي بې پيلوټه الوتکې پر يوه کور او موټر ؛چې دواړه د حکيم الله مسعود اړونده وو، توغندي توغولي وو.

په شمالي وزيرستان کې يوې سرچينې ويلي، چې د حکيم الله مسعود جنازه نن سهار وخته  ترسره شوې او په نامعلوم ځاى کې خاورو ته سپارل شوى دى.

سرچينه زياتوي ، چې په پروني بريد کې ددوو قوماندانانو په ګډون د حکيم الله مسعود تره  او موټر چلوونکى هم وژل شوي ، چې نن په بېلا بېلو سيمو کې خاورو ته سپارل شوي دي.

پرون رسنيو او امنيتي سرچينو په دې بريد کې د شپږو کسانو د وژل کېدو او درې نورو د ټپي کېدو خبر ورکړى و، خو اوس راپورونه وايي ، چې په دې بريد کې تر ٢٠ زيات کسان وژل شوي دي.

د جيو په نامه پاکستانۍ رسنۍ د امنيتي سرچينو په حواله خبر ورکړى ، چې پرون له امريکايي بې پيلوټه الوتکې څخه د طالبانو پر يوه مرکز څلور فيره توغندي توغول شوي وو.

سرچينې زياته کړې ، چې په دې بريد کې د حکيم الله مسعود په ګډون ٢٠ طالبان وژل شوي ،چې پکې ددوى يو شمېر مهم قوماندانان هم شامل دي.

راپورونه وايي ، چې د بريد پر مهال له حکومت سره د سولې د خبرو اترو په اړه د حکيم الله مسعود په مشرۍ ددې ډلې د مرکزي شورا غونډه روانه وه.

ټاکل شوې ده، چې يو حکومتي پلاوى نن د خبرو لپاره له اسلام اباد څخه ميرانشاه ته روان شوي واى، خو تر يادې پېښې وروسته دا سفر ځنډول شوى دى.

بلخوا ويل کېږي، چې د پاکستانيو طالبانو يوه بله مهمه غونډه نن ترسره کېږي، څو د خپل وژل شوي مشر ځاى ناستى وټاکل شي.

راپورونه وايي ، چې د نوي مشر لپاره د ملا فضل الله، عمر خالد او د سيد خان پر نومونو غور روان دى.

د بي بي سي د راپور له مخې، حکيم الله مسعود د  ٢٠٠٧ زېږديز کال پر مهال پر پوځ له يو شمېر بريدونو سره شهرت پيدا کړ، هغه مهال نوموړى د طالبانو يو له مهمو قوماندانانو څخه و.

سرچينه زياتوي، په ٢٠٠٩ زېږديز کال کې ، کله چې د پاکستاني طالبانو مشربيت الله مسعود ووژل شو، نو حکيم الله مسعود د نوي مشر په توګه وټاکل شو، تر دې مخکې هغه د جنګي قوماندان ترڅنګ د بيت الله مسعود د وياند په توګه هم پاتې شوى و.

امريکا د هغه پر سر پنځه ميليونه ډالر انعام اعلان کړى و، خو  د پاکستان حکومت هم د مسعود او دهغه ديو شمېر ملګرو پر سر پنځه پنځه ميليونه پاکستانۍ روپۍ انعام اعلان کړى و  او دا اعلان يې په ورځپاڼو کې هم خپور کړى و.

تر دې مخکې  په ٢٠١٠ او ٢٠١١ کلونو کې د هغه د وژل کېدو راپورونه خپاره شوي، خو بيا وروسته دروغ ثابت شول.

راپورونه وايي، چې هغه لومړنۍ ديني زده کړې د هنګو په يوه مدرسه کې کړې وې، خو وروسته يې مدرسه پرېښودې وه.

ويل کېږي ، چې دهغه اصلي نوم جمشېد و، خو په ذوالفقار مسعود په نوم هم پېژندل کېده، هغه د سوېلي وزيرستان د کوټکي سيمې اوسېدونکى او د مسعودو قوم د آشينګي قبيلې پورې يې تړاو درلود.