ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د ٤٥ کيلومتره سړک د پخېدو کار پيل شو

په هرات کې د ٤٥ کيلومتره سړک د پخېدو کار پيل شو

هرات (پژواک ١٤ لړم ٩٢): په هرات کې د ګذرې او پښتون زرغون ولسواليو تر منځ د ٤٥ کيلومتره سړک د پخولو کار پيل شو.

د دغه ولايت د فوايد عامې رييس انجنير حبيب الله تيموري وايي، چې په دغه سړک ٩ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راځي او د فوايد عامې وزارت له پراختيايي بوديجې ورکول کېږي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سړک کار يې يوه افغاني ودانيز شرکت ته سپارلى، چې په يوه کال کې به يې چارې بشپړې شي.

د سيمې يوه قومي مشر حاجي اکبر پژواک ته وويل، چې د دغه سړک له پخېدو سره به د دوو ولسواليو د اوسېدونکو ترانسپورټي ستونزې هوارې شي.

نوموړى زياتوي، له دې وروسته به يې سيمه اقتصادي پرمختګ وکړي،مارکېټ ته د سوداګريزو توکو او مېوو وړل ورته اسانه شي.

 چارواکي وايي، د سيمې خلکو د سړک د امنيت ساتنې ژمنه ورکړې او د دې ترڅنګ شاوخوا ٢٥٠ ځوانانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.

 د فوايد عامې رييس وايي، په پښتون زرغون سربېره د هرات- غوريانو، هرات – شينډنډ او چشت شريف ولسواليو د لارو پخولو چارې هم عملاً روانې دي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.