کندوز (پژواک ٢٨ لړم ٩٢): په کندوز ولايت کې د ټرافيکي پېښې له امله ، د يوې کورنۍ پنځو غړو ژوند له لاسه ورکړ او پنځه نور ټپيان شول.
د کندوز د ترافيکي پېښو امر سمونيار ښايسته ګل پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه پېښه تېر ماښام ، د کندوز-شېرخان بندر پر لويه لاره له باروړونکي موټر سره د شخصي کرولا موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
هغه وايي،چې په دې پېښه کې له مړو شويو کسانو څخه يوه يې ښځه ده.
ښايسته ګل ، د درېيو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بولي او وايي ، چې دغه ټکر د کرولا چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته شوى دى.
د کندوز حوزوي روغتون مشر ډاکټر عبدالقدوس مياخېل وايي،چې دوه ټپي ماشومان روغتون ته وروړل شوي ، چې يو يې له درملنې وروسته رخصت شوى او دوهم يې تر درملنې لاندې دى.
د ګل رحيم په نوم د پېښې د قربانيانو له خپلوانو يو تن وايي،چې په پېښه کې وژل شوي او ټپيان د يوې کورنې غړي وو، چې په کندوز ښار کې د واده په مراسمو کې له ګډون وروسته د امام صاحب ولسوالۍ شېرخان بندر ته روان وو.
د کندوز د ترافيکي پېښو امر د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل، چې په دغه ولايت کې د تېر کال په پرتله ترافيکي پيښې پنځوس سلنه کمې شوې دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن