ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې نږدې لس زره ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

author avatar
24 Nov 2013 - 16:42
author avatar
24 Nov 2013 - 16:42

هرات( پژواک، ٣ ليندۍ ٩٢): په هرات کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون استازى وايي، چې په دې ولايت کې شاوخوا لس زره ماشومان درانه کارونه کوي او له زده کړو بې برخې دي.

په  هرات کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر مشر سيد عبدالقادر رحيمي د ماشوم د نړېوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وويل، اوسمهال د ماشومانو لپاره په کم عمر کې درانه کارونه ، واده کول، اعتياد او جګړو کې ترې کار اخيستل په سترو ستونزو کې راځي.

هغه زياته کړه، په دولت کې ستونزه حل ده ، خو د وسله والو مخالفينو په طرف کې له ماشومانو په جګړې او ځانمرګو بريدونو کې کار اخيستل کيږي، هغه له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې د ماشومانو زده کړو ته پاملرنه وکړي.

 په دې غونډه کې ماشومانو هم ګډون کړى و، انيسه چې د هرات ښار په ملک دروازه کې د خلکو بوټونه رنګوي پژواک اژانس ته وويل، چې له بادغيس ولايت څخه هرات ته راکډوال شوي دي.

انيسه زياتوي:(( پلار مې طالب و په جګړه کې ووژل شو، مورمې ناروغه ده او يو کوچنى ورور لرم ، زه خپلې کورنۍ ته هره ورځ له ٧٠ تر ٩٠ افغانيو ګټه وروړم، خو تر اوسه هيچا راسره مرسته نه ده کړې.))

 هغه زياتوي، غواړي چې زده کړه وکړي،خو وخت نه لري او دا يې ستر ارمان دى ، چې خپل کور ولري.

 د هرات د کار او ټولنيز چارو رييسه بصيره محمدي هم وايي، چې د دوى د تېر کال  سروې له مخې، تر ٧٥٠٠ ماشومان ، چې ٣٠ سلنه يې نجونې دي ، ټول په درنو کارونو بوخت دي.

د نوموړې په وينا، د دې ستونزې د هواري لپاره يې درې روزنتونونوکې شاوخوا ٤٠٠ ماشومانو ته شرايط برابر کړي او يونيسف (د ماشومانو وجهي صندوق ) ورسره منلې، چې په نوي ميلادي کال کې به ټولو ماشومانو ته د زده کړو شرايط برابر کړي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.