ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرحدي پوليسو ٣٥٠ کيلوګرامه ترياک نيولي

سرحدي پوليسو ٣٥٠ کيلوګرامه ترياک نيولي

author avatar
26 Nov 2013 - 15:38
سرحدي پوليسو ٣٥٠ کيلوګرامه ترياک نيولي
author avatar
26 Nov 2013 - 15:38

هرات (پژواک ٥ ليندۍ ٩٢): چارواکي وايي، په هرات کې سرحدي پوليسو ٣٥٠ کيلوګرامه ترياک نيولي او بلخوا په بادغيس کې يو سرحدي پوليس ټپي او پنځه وسله وال وژل شوي دي.

 په لوېديځ زون کې د څلورم نمبر سرحدی پوليسو قوماندان جنرال محمد جمعه عديل نن (د ليندۍ ٥مه) دغه نشه يي توکي خبريالانو ته وښودل.

نوموړي زياته کړه، ياد توکي يې تېره شپه د کهسان ولسوالۍ په سبول سيمه کې له قاچاق وړونکو د يوې نښتې په ترڅ کې نيولي دي.

نوموړى زياتوي، د نښتې پر مهال يو قاچاق وړونکى ټپي شوى خو تر دې مهاله څوک نه دي نيول شوي.

کهسان ولسوالۍ د هرات ښار په سوېل لوېديځ کې له ايران سره پر پوله پرته ده.

 د سرحدي پوليسو قوماندان وايي، د روان کال په لړ کې يې تر دې مهاله ٢٠٠٠ کيلوګرامه نشه يې توکي نيولي او يو شمېر قاچاق وړونکي يې تر نيول کېدو وروسته عدلي ارګانونو ته سپارلي دي.

د يو بل خبر له مخې، د لوېديځ زون د سرحدي پوليسو قوماندان وايي، تېره شپه د بادغيس په بالامرغاب کې د پوليسو او وسله والو تر منځ يو ساعته جګړه شوې ده.

هغه زياتوي، په دې جګړه کې يو سرحدى سرتېرى ټپي شوى او پنځه وسله وال وژل شوي دي.

د بادغيس د جګړې په اړه د دولت وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.