Language

ځانمرګي بريد يو ماشوم وواژه او دوه امريکايي سرتېري يې ټپيان کړل

کندهار (پژواک ٨ ليندۍ ٩٢): څو شېبې مخکې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د يوه ځانمرګي بريد له امله يو ماشوم ووژل شو او دوه امريکايي سرتېري ټپيان شول.

د دامان ولسوال ښادي خان نن (د ليندۍ ٨مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ځانمرګى بريد له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د دې ولسوالۍ د غره په کلي د امريکايي ځواکونو پر ګزمه وشو.

ولسوال زياته کړه، چې ځانمرګى پلى و او ځان يې د ايساف ځواکونو د مرکز مخې ته والوځاوه.

د سرچينې په وينا، چې په دې پېښه کې يو ماشوم وژل شوى او يو بل سخت ټپي شوى دى.

ښادي خان وايي، چې په دې ولسوالۍ کې مېشت امريکايي ځواکونو غوښتل له خپل مرکزه ووځي، چې دغه پېښه رامنځته شوه.

ايساف د دې پېښې په اړه تر اسوه څه نه دي ويلي او نه هم د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه اخيستى دى.