واشنګتن( پژواک ١٠ ليندۍ ٩٢ ) د امريکا ددفاع وزارت مرستيال اشټن کارټر افغانستان ته د سفر پر مهال له خپلو ځواکونو او قوماندانانو سره د ترهګرۍ پر ضد د روانې جګړې په اړه خبرې کړې دي.
د امريکا ددفاع وزارت له خوا د ليندۍ په ١٠مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړى وړمه ورځ افغانستان ته رسېدلى و او د خپل دوه ورځني سفر پر مهال يې له خپلو ځواکونو او قوماندانانو سره ليدلي دي.
سرچينې زياته کړې، چې ددې سفر پر مهال ددفاع وزارت مرستيال اشټن کارټر په افغانستان کې د مېشتو نړيوالو ځواکونو لوى قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ او نورو پوځي چارواکيو هم خبرې کړې دي.
د اشټن کارټر وياند جيمز سوارټوټ خبريالانو ته ويلي، چې د امريکا دفاع وزارت ويلي، چې نوموړي ددې سفر او ليدنو کتنو پر مهال په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې مبارزې او د افغانستان ملي ځواکونو د پرمختګونو په ړه خبرې کړې دي.
د نوموړي په وينا، کارټر دغه راز د افغانستان ځينو سيمو ته هم سفرونه وکړل او د ملي اردو له ځواکونو او قوماندانانو سره يې ګټورې خبرې کړې دي.
جيمز ويلي ، چې د اشټن کارټر افغانستان ته دا نهم او وروستى سفر و.