ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بشري حقونو او مدني ټولنو د هرات د کډوالو حالت د اندېښنې وړ وباله

هرات(پژواک، ١٤ ليندۍ ٩٢): په لوېديځ زون کې د بشري حقونو کمېسيون دفتر ، د غور او بادغيس د مدني ټولنو استازو په دې ولايت کې د بې ځايه شويو کورنيو حالت د اندېښنې وړ وباله .

 په لوېديځ کې د بشري حقونو سيمه ييز مشر عبدالقادر رحيمي په دې اړه جوړه شوې غونډه کې رسنيو ته وويل، چې له غور او بادغيس څخه هرات ته تازه ٥٠٠ کورنۍ راکډه شوي، چې له لوږې او بشري ستونزو سره مخ دي.

هغه له دولت او مرستندويه ټولنو غوښتنه وکړه، چې د دې کډوالو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او خپلې مرستې ونه سپموي.

 رحيمي د دې کډوالو د راکډه کېدو ستر لامل په سيمه کې ناامني، بېکاري او وچکالي وبلله او زياته يې کړه ، چې اوس په هرات کې په ناوړه شرايطو کې ژوند کوي او ځينې يې ناروغ  شوي دي.

 د دې کډوالو يو تن استازي او د مدني ټولنې فعال حاجي رحيم ګل په غونډه کې وويل، چې په تېرو دوو مياشتو کې سلګونه کورنۍ له بادغيس او غور څخه  هرات ته راکډه شوې دي.

هغه زياتوي، دغه کډوال اوس په ډيرو بدو شرايطو کې له سرپنا پرته تر شنه اسمان لاندې شپې او ورځې تېروي ، چې ژوند يې له ګواښ سره مخ دى.

دنوموړي په وينا،په دې اړه يې دکډوالو ستونزې ولايتي ادارې،دکډوالو رياست او مرستندويه ټولنو ته رسولي، خو تر دې مهاله يې ستونزو ته پاملرنه، نه ده شوې.

 د هرات مرستيال والي اصل الدين جامي وايي، چې د کډوالو او عامې روغتيا رياستونو ته يې هدايت کړى، چې د کډوالو د ستونزو د هواري لپاره بېړنى اقدام وکړي.

 د هرات د کډوالو رييس حميدالله خطيبي هم د کډوالو ستونزې مني، خو زياتوي، چې د کډوالو سروې يې پيل کړې او په خپل وخت به د دوى د  اړتيا له مخې ورسره مرستې وکړي.

 د ده په وينا، چې له شاوخوا ٥٠٠ کورنيو سره يې د يونيسف د ادارې او له پېښو سره د مبارزې رياست له لوري لومړنۍ مرستې تر سره کړې دي.

 له بادغيس څخه راکډه شوي شيراغا له دولت او مرستندويه ټولنو د بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه او زياته يې کړه، چې د خوراکي توکو تر څنګ دې د استوګنې ځاى ورکړل شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.