منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۲ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د خيبر پښتونخوا دکرکټ يوه لوبـډله د سياليو لپاره ننګرهار ته راغلې

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۵ کتنې

کابل ( پژواک ١٥ ليندۍ ٩٢ ) : د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د کرکټ يوه لوبډله د افغانستان کرکټ بورډ په رسمي بلنه د سياليو لپاره ننګرهار ولايت ته راغلې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د ليندۍ په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د خيبر پښتونخوا ايالت د کرکټ لوبډله ملک سپورټس کلب پرون د تورخم له لارې ننګرهار ولايت ته راورسېده.

هغه زياته کړه چې د ملک سپورټس کلب لوبډله به د افغانستان د کرکټ  نولس کلنې لوبډلې سره د ننګرهار د غازي امان الله په نړيوال لوبغالي کې پنځه يو ورځنۍ  سيالۍ ترسره کوي.

هوتک وايي چې له دغو دوستانه سياليو څخه موخه د اسيا د ١٩ کلنو لوبـډلو د سياليو لپاره د د هېواد د ١٩ کلنو لوبـډلې  چمتووالى دى.

نوموړي وويل چې دا سيالۍ به د شنبې په ورځ پيل شي او يوه اونۍ به دوام کوي.

د کرکټ بورډ وياند وايي چې دا دوهم ځل دى چې د کرکټ يوه بهرنۍ لوبډله افغانستان ته د سياليو لپاره راځي.

هغه زياتوي چې ډېر ژر به د تاجکستان د کرکټ ملي لوبډله هم افغانستان ته دسفر پر مهال  په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د افغانستان له الف لوبډلې سره سيالۍ ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد د بهرنيو لوبډلو راتلل د افغانستان کرکټ پرمختګ لامل ګڼي او زياتوي چې ډېر ژر به نورې بهرنۍ لوبډلې هم افغانستان ته د سياليو لپاره را دعوت کړي.