کابل (پژواک،١٨ليندۍ٩٢): د ټاکنو خپواک کمېسيون وايي، چې په راتلونکو ټاکنو کې د روڼوالي د تامين او د څو ځلې رايې ورکولو د مخنيوي لپاره دوه ډوله رنګونه وکاروي.
ددې کمېسيون چارواکو نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې ددې رنګونو د کيفيت ډاډ ورکړ او ويې ويل ، چې تر يوې اونۍ پورې يې د پاکېدو امکان نشته.
ددې کمېسيون د دارلانشاء مشر ضياء الحق امرخېل وويل، چې يو ډول رنګ به يې په سترګو ښکاره شي ، خو دويم رنګ به يې هله د ليدلو وي ، چې يو ډول خاصه رڼا پرې واچول شي.
امرخېل وويل ، چې د ټاکنو د کمېسيون کارکوونکي به د هر رايه ورکوونکي په پوره ډول څارنه وکړي، ترڅو د دويم ځل لپاره د رايې ورکولو مخنيوى وکړي.
دا په داسې حال کې ده ، چې په تېرو ټاکنو کې د رنګ د کيفيت د خرابوالي له امله د ټاکنو پر کمېسيون پراخې نيوکې وشوې.
د تېرو ټاکنو پرمهال داسې راپورونه خپاره شول، چې په ځينو سيمو کې يوه تن له خپلې ګوتې د رنګ په پاکولو سره، څو ځلې رايه ورکړې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن