ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په روان کال کې ايران تر سل زرو زيات افغان کډوال په زور را شړلي

په روان کال کې ايران تر سل زرو زيات افغان کډوال په زور را شړلي

هرات ښار ( پژواک ١٨ ليندۍ ٩٢ ) : د هرات چارواکي وايي، چې ايران په روان لمريز کال کې له سلو  زرو زيات  افغان کډوال را شړلي دي.

د هرات د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست وايي ، چې د ايران د اسلام کلا د بندر له لارې تر لړم مياشتې پورې ١٠٣٠٨٦  تنه افغان کډوال په زوره را ايستل شوي دي.

د کډوالو چارو رييس حميدالله خطيبي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ايران تېر کال څه د پاسه ١٧٤ زره افغانان له خپل هېواد څخه په زوره را ايستلي وو.

هغه زياته کړه ، چې که څه هم د سږ کال شمېره له تېر کال کمه ده، خو زياته يې کړه ، چې هره ورځ شاوخوا زر تنه افغانان په ډله ييزه توګه ايستل کېږي .

خطيبي له ايران څخه د کډوالو د راشړلو دوه عمده لاملونه په ګوته کړل، يو دا چې ايران اوس    اسناد نه لرونکو افغانانو ته د اوسېدو اجازه  نه ورکوي او بل دا چې په ايران کې د کډوالو د بد ژوند او د ايراني پوليسو د بد وضعيت له امله هم خلک په تنګ شوي او بېرته راستنېدل غواړي.

د هرات د اسلام کلابندر چې د ايران لور ته د دوغارون  په نوم  هم يادېږي،د هرات لوېديځ  ته په ۱۲۵ کيلومترۍ کې واقع دی.

په دغه بندر کې د سرحدي پوليسو د کميسارۍ يوه  مامور، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته د را شړل شويو کډوالو يوه ډله وښوده، چې تازه له پولې را اړول شوې وه.

دغه کډوال چې شمېر يې تر درېيو سوو زيات وو،  چې ډېرى يې پښې ابله، شکېدلې جامې اغوستې وې او په ځينو يې د وهلو ډبولو نښې هم ليدل کېدې.

د سرحدي پوليسو د کميسارۍ دغه مامور وويل ، چې هره ورځ په دغه ډول بد حالت کې افغان کډوال له ايران څخه را ايستل کېږي .

د سرچينې په وينا، د کډوالو رياست د کډوالۍ د نړيوالې ادارې په مرسته په دې سيمه کې ددغو کډوالو درملنه کوي او بيا ورسره خپلو اړوندو ولايتونو ته په رسېدلو کې مرسته کوي.

له ايران څخه په راشړل شويو کډوالو کې ښځې، ماشومان، ځوانان ليدل کېږي چې د بېلا بېلو ولايتونو اوسېدونکي دي.

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ يوه استوګن نور الله، چې له ايران څخه راشړل شوى و، پژواک اژانس ته وويل ، چې د بېکارۍ او بې وزلۍ له امله يې خپل هېواد پرېښودى و .

هغه چې د ايراني مامورينو له بد چلند څخه شکايت کاوه ، زياته کړه : (( موږ سره ايرانيانو دومره بدسلوک کاوه، چې نه يې شم بيانولى .))

د نوموړي په وينا، چې څه موده مخکې د نيمروز له لارې په قاچاقي ډول ايران ته د مزدورۍ لپاره تللى و  او  غوښتل يې چې شېراز ته  لاړ شي، خو پوليسو ونيوه.

د نورالله پر بدن ، چې د وهلو نښې ليدل کېدې، زياته کړه چې د وهلو ډبولو ترڅنګ ايراني پوليسو ددوى ډېر سپکاوى کړى.

د پکتيا د سيدکرم ولسوالۍ يوه اوسېدونکي خان پاچا ، چې له ايران څخه راشړل شوى، پژواک ته وويل ، چې د ايراني پوليسو له خوا هغه افغانان ډېر وهل کېږي چې پيسې نه لري.

هغه زياته کړه : (( په ايران کې مې درې مياشتې تېرې کړې، ، پوليسو په کرمان ښار کې په داسې حال کې ونيولم ، چې په کار بوخت وم،پرته له دې چې له خپل استوګنځاى  څخه خپل وسايل او پيسې واخلم، د يوه مجرم په توګه يې لاسونه راباندې وتړل او له پولې يې  را واړولم.))

پاچا وايي ، چې ايراني پوليسو ترې پيسې غوښتې، خو دا چې له ده سره  پيسې نه وې، نو سخت ظلمونه يې پرې وکړل .

راشړل شويو افغانانو له حکومت څخه غوښتل ، چې په هېواد کې دننه ورته د کار او روزګار امکانات برابر کړي، څو دوى بهرنيو هېوادونو ته د مزدورۍ لپاره ولاړ نه شي.

د اسلام کلا بندر کميسار سمونوال نثار احمد پيکار هم په سرحد کې انساني قاچاق د خپلو کارکونکو پر وړاندې يوله مهمو ستونزو څخه وباله او زياته يې کړه، چې ددوى د ماموريت سيمه ١٤٧٣ کيلو متره ده.

هغه زياته کړه ، چې ددوى د کم تشکيل له امله نه شي کولى دومره لويه ساحه کنټرول  او دقاچاق مخه يې ونيسي.

په هرات کې د ايران کونسلګري په دې اړه له خبريالانو سره  له خبرو ډډه کوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.