منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۴ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

شپږ ملکي وګړي ووژل شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۳ کتنې

کابل (پژواک ١٩ ليندۍ ٩٢): د کورنيو چارو وزارت وايي ، چې د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې شپږ عام وګړي وژل شوي دي.

د دغه وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا د ليندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه تېره شپه د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

 

سرچينې زياته کړې، چې د وسله والو مخالفينو له خوا توغول شوې د راکټ مرمۍ د خلکو پر کور لګېدلې، چې له امله يې شپږ عام وګړي وژل شوي دي.

 

د کورنيو چارو وزارت د مخالفينو دغه کړنه غندلې او زياته کړې يې ده، چې وسله وال تل عام وګړي په نښه کوي.

 

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.