کابل (پژواک ٢١ ليندۍ ٩٢): په ايران کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ١١ افغانان مړه شوي دي.
ايراني دولتي تلويزيون د ليندۍ په ٢١مه خبر ورکړ، چې دا پېښه نن د ايران پلازمېنې د تهران سوېل ختيځ لور ته په ٣٥٠ کيلو مترۍ کې د نايين په سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې په دې سيمه کې د سړک پر سر څلور موټر جنګېدلي، چې له امله يې ١٥ تنه، چې ١١ افغانان دي، مړه شوي دي.
په ايران کې شاوخوا يو ميليون افغان کډوال مېشت دي.
د يادونې ده، ايران د نړۍ يو له هغو هېوادونو دى چې ترافيکي پېښې په کې ډېرې رامنځته کېږي.
د خپرو شوو معلوماتو له مخې، په ايران کې هر کال ٤٠٠ زره ترافيکي پېښې رامنځته کېږي چې له امله يې په منځنۍ کچه شل زره کسان هر کال خپل ژوند له لاسه ورکوي.









