منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۹ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د ګازډبې اور لګېدنې ١١ زده کوونکي سوځولي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۶ کتنې

ترينکوټ (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٢): په اروزګان ولايت کې د ګاز ډبې د اور لګېدنې له امله د يوې دينې مدرسې ١١ زده کوونکي سوځېدلي دي.

د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د دولتي روغتون د جراحۍ څانګې مسوول ډاکټر ياد ولي د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن غرمه دوولس بجې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې روغتون ته ١١ سوځېدلي زده کوونکي ور وړل شوي، چې عمرونه يې له ٥ تر ١٣ کلونو پورې دي.

ډاکټر ياد ولي وويل، چې ياد ماشومان په مدرسه کې د ګازډبې د اور اخيستنې له امله دويمه درجه سوځېدلي او اوس تر درملنې لاندې دي.

خو هغه زياته کړه، چې د درېيو زده کوونکو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د اروزګان د والي وياند عبدالله همت پژواک اژانس ته د يادې پېښې د تاييد ترڅنګ وويل، چې دا پېښه د مدرسې د مسوولينو د بې غورۍ له امله رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې له مدرسې او روغتون څخه يې له نږدې ليدنه کړې او د سوځېدلو زده کوونکو روغتيايي حالت يې د داډ وړ وباله

د احمدالله په نوم يوه اته کلن زده کوونکي چې د مخ په برخه کې سوځېدلى پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په مدرسه کې د غرمې لپاره پر ګاز ډوډۍ ګرموله چې په لګولو سره يې ټوله خونه اور شوه.

د مولوي اغا په نوم دغه خصوصي مدرسه په ترينکوت ښار کې موقعيت لري او په کې ٤٥٠ زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.