ترينکوټ (پژواک٣مرغومى٩٢): په اروزګان کې د ترافيکي پېښې له امله ديوې ميرمنې په ګډون شپږ تنه ټپيان شول .
د اروزګان د ترافيکو مدير سمونمل عبدالکبير جرائت د مرغومي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کسان هغه مهال ټپيان شول ،چې پيک اپ موټر د ډېر سرعت له امله چپه شو.
دى وايي ، چې دغه پيښه نن له غرمې مخکې د کندهار- اروزګان پر لويه لاره د اروزګان د مرکز اړوند د سرخوبیت په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د اروزګان د مرکزي روغتون یو تن نوکریوال ډاکټر عزت الله پژواک ته وویل ، چې دې روغتون ته د پېښې له ځايه شپږ ټپيان وروړل شوي ، چې يوه يې ميرمن ده.
نوموړى وايي، چې ټپي شوي کسان د پاخه عمر لرونکي دي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.









