ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکي: د ايران د ويزو په ورکړه کې بډې اخيستل کېږي

لاريون کوونکي: د ايران د ويزو په ورکړه کې بډې اخيستل کېږي

author avatar
28 Dec 2013 - 15:55
لاريون کوونکي: د ايران د ويزو په ورکړه کې بډې اخيستل کېږي
author avatar
28 Dec 2013 - 15:55

هرات ښار (پژواک ٧ مرغومى ٩٢): په هرات ولايت کې سلګونو کاريګرو د يوه لاريون پر مهال شکايت وکړ، چې افغاني او ايراني مسوولين ترې د ويزې پر مهال رشوت اخلي.

د لاريون کوونکو شمېر چې شاوخوا شپږ سوو تنو ته رسېده، د هرات د يو شمېر ولسواليو او د ښار له بېلابېلو برخو راغلي وو.

٣٥ کلن فيض احمد چې ځان يې د انجيل ولسوالۍ اوسېدونکى معرفي کاوه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې قانوني اسناد يې هم لرل، خو له ايران څخه په غير قانوني توګه را شړل شوى و.

هغه زياته کړه، چې دى قانوني اسناد هم لري او په هرات کې د قونسلګرۍ له خوا ورسره د ويزې ژمنه هم شوې، خو تر اوسه نه ده ورکړل شوې.

دى وايي، چې پر ويزې او پاسپورټ يې پنځوس زره افغانۍ لګولې، له تېرو شپږو مياشتو راهيسې هره ورځ ښار ته ځي راځي، خو تر اوسه يې ويزه نه ده ترلاسه کړې.

لاريون کوونکو په يوه خوله، له حکومت څخه د کار غوښتنه کوله او زياتوله يې که چېرې دولت د کار زمينه ورته نه شي برابرولى، نو بيا دې د نورو هېوادونو ويزې ورته واخلي، څو د کار روزګار لپاره بهر ته ولاړ شي.

دوى ګواښ کاوه، که چېرې ورته د کار زمينه برابره نه شي او يا هم ورته ويزې ورنه کړل شي، دوى به خپلو لاريونونو ته ادامه ورکړي.

د فيض محمد په نوم د لاريون يوه بل ګډونوال پژواک ته وويل، چې په ايران کې يې اوه کاله قانوني مزدوري کړې او پر هېڅ ډول جرم هم نه دى مرتکب شوى.

هغه زياتوي، چې اوس دوى دلته بېکاره دي، دولت دې ورته يا د کار زمينه برابره کړي يا دې نورو هېوادونو ته ولېږي.

د غلام فارق په نوم يوه بل ځوان پژواک ته وويل، يو کال مخکې له ايران څخه راغلى دى، ټول قانوني اسناد لري اوس غواړي چې بېرته ولاړ شي، نو ويزه نه ورکول کېږي.

ده زياته کړه: ((زه پنځه اولادونه لرم، هر يو ډوډۍ او روزنه غواړي، خو پيسې او کار نه لرم کومه مخه را ونيسم، والي مې نوم لېست کې نيولی دی، په نن سبا مې په ويزه غولوي.))

نوموړي ايراني او افغان مامورين پر بډو اخيستو تورن کړل او زياته يې کړه، چې په تور بازار کې پر ٧٥زره افغانيو ويزه موندل کېږي.

د هرات والي وايي فضل الله وحيدي د ځوانانو د بېکاری او د ويزې د اړتيا ستونزه تاييد کړه، خو په دې برخه کې يې د بډو اخيستو او په تور بازار کې د ويزې د پلور خبره رد کړه.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د ويزې د ريڼ وېش په موخه يو کمېسيون يې پر دنده ګومارلی چې د بهرنيو، کار او ټولنيزو چارو رياست، څارنوالۍ او نورې مهمې ادارې يې غړيتوب لري .

د والي په وينا، تر اوسه يې تر ۱۱زره د ويزو مستحقين پېژندلي او په نوبت د ورځې سل تنه د ويزې لپاره د ايران قونسلګرۍ ته ور پېژني نورو پاتې ځوانانو ته هم ويزې ورکول کېږي، ايران په دې اړه ژمنه کړې ده.

والی په ويزو کې د بډو او رشوت اخيستو خبره رد کړه او ويې ويل، چې کمېسيون يې په همدې موخه پر دنده وګوماره چې مستحقو کسانو ته پرته له ستونزې ويزې ورکړل شي.

تر دې مخکې چارواکو ويلي وو، چې ايران ورسره د شل زرو ويزو د ورکړې ژمنه کړې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.