ژبه

فراه (پژواک ١٠ مرغومى ٩٢): د فراه ښار د پل باغ په سيمه کې د ګازډبې چاودنې دوه تنه مړه کړي او يو بل ټپي دى.

د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد احمد کارګر پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې پېښه کې چې تېره شپه رامنځته شوې، د کور څښتن محمد صادق او د هغه يو مېلمه مسعود مړه شوي او دواړه ځوانان دي.

خو د فراه د ولايتي روغتون مشر ډاکټر عبدالحکيم رسولي وايي، چې دغه روغتون ته له دې پېښې د ور وړل شوي ټپي روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ دى.

هغه وايي، چې دغه ټپي شوى ځوان يې د نورې درملنې لپاره هرات ته لېږلى دى.

د فراه د اور وژنې ادارې امر څارمن حاجي رمضان وويل، چې د ګازډبې د چاودنې له امله په ياد کور کې لګېدلى اور د همدې ادارې کار کوونکو وژلى دى.

هغه وايي، کور ته ډېر مالي زيان اوښتى او چاودنه د بې احتياطۍ او د ګازډبې د پيپ د خطا کېدو له امله رامنځته شوې ده.

تېره ورځ د هلمند په مرکز لښکرګاه کې هم د ګازډبې چاودنې له امله د يوې کورنۍ يوولس تنه ټپيان شوي وو.