کابل (پژواک ١٧ مرغومى ٩٢): په کابل ښار کې د اساسي قانون د تصويب د کاليزې غونډه د ګازډبې د اور اخيستو له امله ګډوډه شوه او د دولتي چارواکو په ګډون سلګونو مينه وال يې يو خوا بل خوا و تښتېدل.
دا غونډه نن له غرمې مخکې لس بجې د اماني لېسې په تالار کې جوړه شوې وه، خو کله چې د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون رييس ګل رحمن قاضي وينا ته راغى، ناڅاپه د غونډې په منځ کې ګازډبې اور واخيست.

د پژواک خبري اژانس خبريال د تالار له منځه راپور ورکړ، چې له دې پېښې سره غونډه ګډوډه شوه او د د لوړپوړي دولتي چارواکي، جنرالان، لوى څارنوال او د ښځو په ګډون ټول ګډونوال تيت پرک شول او غونډه يې پرېښوده.
وروسته بيا امنيتي ځواکونه او اطفائيه تالار ته راغلل او اور يې مړ کړ.
په دې پېښه کې هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.
وروسته له هغه چې اور مړ شو، د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون رييس رسنيو ته وويل، غوښتل يې نن د اساسي قانون په پلي کېدو او نه پلي کېدو په تفصيل سره خبرې وکړي، خو محفل د ګازډبې د اور اخيستو له امله، چې يوه تخنيکي ستونزه وه، ګډوډ شو.
گل رحمن قاضي زياته کړه، چې د محفل په ځاى کې پوره لوګى و او مناسبه نه وه، چې غونډه دوام وکړي، له همدې امله يې غونډه پاى ته ورسوله او ټاکل شوې، چې په څو راتلون
کو ورځو کې د اساسي قانون د تصويب لسمه کاليزه ونمانځي.
امنيتي ځواکونو خبريالان له تالاره و ايستل او د تصوير اخيستلو اجازه يې نه ورکوله.
د هېواد اساسي قانون له اوږدو بحثونو وروسته د ١٣٨٢ لمريز کال د مرغومي په ١٤مه د لويې جرګې له خوا په ١٢ فصلونو او ١٦٢ مادو کې تصويب او د ولسمشر کرزي له خوا توشېح شو.
د نشه يي توکو د کر او قاچاق مخنيوى، د تاريخي اثارو ساتنه، په هېواد کې دننه او بهر د افغانانو د حقونو ساتنه، د متوازنې پوهې عامول، په مورنۍ ژبه د زده کړې زمينې مساعدول او … ټول هغه موضوعات دي، چې د اساسي قانون پر بنسټ د دولت دنده ګڼل کېږي، خو دولت يې په عملي کولو کې بريالى نه دى.
اساسي قانون په همدې ترتيب ټول کانونه او نورې تر ځمکه لاندې زېرمې د دولت ملکيت ګڼي، خو لوټ تالان يې تر اوسه ادامه لري.










