کابل ( ١٨ مرغومى ٩٢ ) : د کابل – کندهار پر لويه لاره د ميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ٤٥ تنوته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼي د مرغومي په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه نن سهار وخته د سيداباد ولسوالۍ په دشتې توپ سېمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه،چې په ياده سيمه کې ديوه ٣٠٣ ډوله موټر د چپه کېدو له امله څلور
تنه مړه او يو څلوېښت نور ټپيان شول .
خوګياڼي وويل، چې دغه پېښه سهار څلور بجې هغه مهال رامنځته شوه،کله چې يو درې سوه درې ډوله موټر له کابل څخه کندهار ته مسافر لېږدول.
دى وايي ، چې د ټپيانو له ډلې څخه يې د ٩ تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
د هغه په وينا، ټپيان د ميدانښار او کابل روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د ميدان وردګو چارواکو پر ټولو موټر چلوونکو غږ وکړ،چې د واورې په روان موسم کې
له ګړندي تګ څخه ډډه وکړي،ترڅو ورته پېښې رامنځته نشي .
د يادونې ده،چې تر دې مخکې هم دکابل – کندهار پر لويه لاره ګڼ شمېر ترافيکي پېښې رامنځته شوې دي.










