منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۴ غ.م
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د هرات د امنيه قوماندان يو زوى مړ او درې نور ټپيان شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۸ کتنې

هرات ښار ( پژواک ٢١ مرغومى ٩٢ ) : د هرات ولايت دامنيه قوماندان يو زوى په ترافيکي پېښه کې مړ او درې نور زامن يې له دوو ساتونکو سره ټپيان شوي دي.

د هرات دامنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي د مرغومي په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه پرون مازيګر د هرات ښار او اسلام کلا ترمنځ پر لويه لاره رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د امنيه قوماندان سميع الله قطره زامن له اسلام کلا څخه هرات ښار ته روان و، چې د هرات ښار اړونده د شهرک آريا په ساحه کې يې موټر د تخنيکي عوارضو له امله چپه شوى دى.

د احمدي په وينا، په دې پېښه کې دقطره مشر زوى، چې ٢٧ کاله عمر يې درلود مړ شوى او پنځه  نور ټپيان شوي.

د هرات د ملکي روغتون اداري مسوول رفيق شېرزي پژواک اژانس ته وويل ، چې له يادې پېښې ورته يو جسد او پنځه ټپيان راوړل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په ټپيانو کې د امنيه قوماندان درې زامن او دوه ساتونکي دي، نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.