منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۳ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

په بغلان کې يو ورزشي لوبغالى پرانيستل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۷ کتنې

پلخمري (پژواک ٢٥ مرغومى٩٢): د بغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د درې زرو نندارچيانو د ځايېدو د وړتيا په لرلو سره په اته جريبه  ځمکه کې يو ورزشي لوبغالى پرانيستل شو.

په بغلان ولايت کې له ښارواليو څخه د ملاتړ دفتر مشر انجنير ګل محمد فاتحي وايي، چې دغه لوبغالى د فوټبال، واليبال او باسکټبال ميدانونه لري او د ورزشکارانو او نندارچيانو ټولې اړتياوې پکې په پام کې نيول شوې دي.

د پلخمري ښاروالۍ رياست مالي او اداري امر فريدون شينوارى وايي، چې ښاروالۍ له دې وړاندې يواځې يو ورزشي لوبغالى درلود، چې د لوبغاړو ستونزې يې نه شوې هوارولى او لوبغاړو يوه پراخه لوبغالي ته اړتيا درولوده، چې دا دى اوسمهال يې ستونزې حل شوې.

هغه زياته کړه، چې دغه نوى لوبغالى په اته جريبه  ځمکه کې رغول شوى او د درې زرو کسانو د ځايېدو ظرفيت لري.

شينواري وويل، د پلخمري ښاروالۍ په پام کې لري، چې دغه لوبغالى له ورزشي امريت سره په همغږۍ په اجاره ورکړي تر څو له يوه پلوه د لوبغاړو او ورزشکارانو ستونزې هوارې شي او له بلې خوا ښاروالي عوايد تر لاسه کړي.

دغه لوبغالى، د ١٣٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت د شمال ولايتونو له ښارواليو څخه د ملاتړ موسسې (رمپ) او د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې له لوري د يوه کال په ترڅ کې رغول شوى دى.

د بغلان د ورزشي امريت مرستيال محمد عثمان شيرزى وايي، چې اوسمهال له دې لوبغالي څخه ګټه نه شي پورته کېدى، ځکه د لوبغالي ميدان او څلور خواوې نه دي چمن شوې، چې ښاروالۍ بايد دغه کار تر سره کړى وى، خو تر دې مهاله يې نه دى تر سره کړى.

خو شينواري وويل، دا چې اوسمهال د ژمي موسم دى نو په لوبغالي کې چمن نه شي کرلى، چې کله د ژمي موسم پاى ته ورسيږي نو دغه لوبغالى به د ښاروالۍ له خوا چمن شي.”

د ويلو ده، چې په بغلان کې د فوټبال، واليبال او باسکټبال په ٣٧ ورزشي قالبونو کې زرګونه لوبغاړي فعاليت کوي.