منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۶ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه

اور لګیدنې د کابل په قواي مرکز کې یو شمیر دوکانونه سوځولي

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۵ کتنې

کابل ( پژواک، ۲ سلواغه ۹۲ ) : د کابل ښار ددویمې ناحیې اړونده دقوای مرکز په دوکانونو کې د اور لګیدنې له امله یو شمیر دوکانونه سوځیدلي دي .

عیني شاهدان وایي چې دا اور لګیدنه نن د سلواغې په ۲مه، دشپې په شاوخوا لسو بجو د بریښنا دشارتۍ له امله لګیدلی و.

محمد شفیق په نامه د سیمې یوه اوسیدونکي پژواک اژانس ته وویل چې اور  په لومړي سر کې په تیزۍ سره د پراخیدو په حال کې و  او ګڼ شمیر دوکانونه یې سوځولي دي.

د هغه په وینا، اطفايیه او نور امنیتي ځواکونه سیمې  ته رسیدلي دي او د اور د مړ کولو هڅې یې پیل کړې چې تر یو نیم ساعته وروسته یې اور مړ کړو.

تر اوسه ددې اور لګیدنې له امله داوښتو زیانونو به اړه څه نه دي ویل شوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مرستیال جنرال ایوب سالنګي په ټولنیزې شبکې ټویټر کې لیکلي چې اور د پولیسو لخوا خاموشه شوی، خو دزیانونو په اړه یې یادونه نه ده کړې.