کابل (پژواک ٩ سلواغه ٩٢): د کابل شپږمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د چاودنې له امله د يوه ماشوم او دوو ځوانانو په ګډون درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د کابل امنيې قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي پژواک خبري اژانس ته د دې پېښې پخلى وکړ او ويې ويل، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د ګلخانې په چهار راهي سيمه که يوې کورنۍ له کثافت دانيو راټول شوي خس او خاشاک په بخارۍ کې سوځول.
هغه زياته کړه، لومړني معلومات څرګندوي، چې په غالب ګومان به په خسو کې د کوم چاودونکي توکي په وسيله چاودنه رامنځته شوې وي.
ستانکزي څرګنده کړه، چې په دې پېښه کې د يوه ماشوم، د يوه ځوان هلک او نجلۍ په ګډون درې تنه وژل شوي او د پلار په ګډون دوه تنه ټپيان دي.
سرچينې وويل، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتيايي وضعيت په اړه يې معلومات ورنه کړل.
د امنيه قوماندانۍ وياند همدارنګه په دې اړه د څېړنو د پيل خبر ورکړ.
د يو بل خبر له مخې، پوليسو تېره شپه يو کس د دويمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې وژلى دى.
ستانکزي زياته کړه، چې دا کس رستم نومېده او په بې حسابه جرايمو کې ښکېل و.










