پلخمري (پژواک ١٢ سلواغه ٩٢): په بغلان ولايت کې يو مسافر وړونکى کرولا موټر سيند ته غورځېدلى او له امله يې دريو تنو ژوند له لاسه ورکړى دى.
د بغلان د ترافيکو مدير سيد محبوب سادات پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد موټر د دوشي ولسوالۍ په لرخاب سيمه کې د بغلان مرکز پلخمري ښار ته د تلو په حال کې و، چې نن له غرمې وړاندې سيند ته ولوېد.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې درى تنه مړه شوي او يو بل ټپي دى.
د ترافيکو مدير زياته کړه، چې امنيتي ځواکونو موټر له سيند څخه را ايستلى، خو يو بل مسافر تر دې مهاله ورک دى او د موندلو لپاره يې هڅې روانې دي.
سادات د يادې پېښې لامل د موټر چلوونکي نه پاملرنه او ګړندى تګ په ګوته کړى او ويلي يې دي، چې په مړو شوو کې موټر چلوونکى هم شامل دى.
تېره مياشت هم يو مسافر وړونکى موټر، چې له کابله د پلخمري پر لور روان و، د دوشي په سيمه کې سيند ته وغورځېداو په پايله کې يې دوه کسان مړه او يو بل ټپي شوى وو.
دوشي ولسوالۍ د سالنګ-پلخمري پر لويه لاره پرته ده او د دې سيمې يو اوسېدونکى حاجي امان الله وايي، له يوه پلوه په سړکونو کې بشپړې ترافيکي نښې شتون نه لري او له بلې خوا ځيني موټر چلوونکي او ماشومان له لايسنس او جوازسير پرته موټر چلوي، چې د دا ډول پېښو د رامنځته کېدو لامل ګرځي.










