منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۳ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په باميانو کې د واورې ښويېدنې له امله دوه تنه مړه شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۷۱ کتنې

باميان (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٢): په باميانو ولايت کې هم د واورې ښويېدنې له امله دوه تنه مړه او اووه نور ژوبل شوي دي.

د دې ولايت له پېښو سره د مبارزې د ادارې رييس رضا رفعت د سلواغې په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه په يکاولنګ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، په دې ولسوالۍ کې د واورې د ښويېدو له امله ٢١ کلن او ٢٧ کلن ځوانان مړه شوي او اووه تنه نور ټپيان شوي دي.

دى وايي، مړه او ټپيان ټول د يوې کورنۍ غړي دي او د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

رفعت زياتوي، چې په دې پېښه کې ٤٥  څاروي هم مړه شوي او يو کور هم زيانمن شوى دى.

د يادونې وړ ده، چې په بدخشان ولايت کې هم د واورې ښويېدنې له امله شپږ تنه مړه شوي دي.