ګردېز، پل علم (پژواک ١٣ سلواغه ٩٢): له تېرې شپې راهيسې د کابل-ګردېز لويه لاره د تېرې کنډو په سيمه کې د واورې ښويېدنې له امله بنده شوې ده.
په سيمه کې مسافر وايي، چې دواړو خواوو ته په سلګونه بار وړونکي او مسافر وړونکي موټر ولاړ دي او مسافر له زياتو ستونزو سره مخ دي.
د حضرت الله پکتين په نوم يو مسافر له سيمې د سلواغې په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له سهار راهيسې دغه لاره د مسافرو پر مخ تړل شوې او تر اوسه نه د پکتيا او نه د لوګر چارواکو د لارې د خلاصون په اړه اقدام کړی دی.
نوموړی وايي، په مسافرو کې ښځې، ماشومان او ناروغان شامل دي او که چېرې ژر خلاصه نه شي نو له ډېرو نورو ستونزو سره به مخ شي.
د پکتيا د ټولګټو چارو رييس انجنير عبدالله دراني پژواک ته وويل، چې دغه لار د تېري په سيمه کې بنده شوې، چې شاوخوا يو کيلومتر واوره ښويېدلې ده.
نوموړی وايي، دغه ساحه د لوګر اړوندکېږي خو که چېرې له دوی څخه چا مرسته وغوښته نو په خلاصون کې به يې مرسته وکړي.
د لوګر د فوايد عامې رييس انجنير باقي ستانکزي پژواک اژانس ته وويل، چې لاره بنده شوې، خو دوى دومره وسايل نه لري چې لاره پرانيزي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د فوايد عامې وزارت له شرکتونو او سيمه ييزو شوراګانو سره د لارو د پاکولو قراردادونه کړي وو، خو والي دغه قراردادونه فسخ کړل.
دى وايي، که چېرې د لارو د بندېدو له امله مالي او ځاني زيانونه واوښتل، نو مسووليت به يې د ولايت د مقام پر غاړه وي.
خو د والي مرستيال محمدهاشم فيضي پژواک اژانس ته وويل، چې د فوايد عامې رياست وسايل او کارکوونکي لري، بايد دوى په خپله دا لاره خلاصه کړي.
د تېرې کنډو د ژمي په موسم کې د واورې ښويېدو له امله په ساعتونو ساعتونو بنديږي، چې کله ناکله مسافر په کې خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې هر کال د ژمي په موسم کې د لويو لارو پاکولو په موخه په ميليونونه افغانۍ ځانګړې کېږي خو لا هم په سم ډول د لارې پاکوالو چارې له ستونزو سره مخ وي.










