مزارشريف (پژواک ١٣ سلواغه ٩٢): په بلخ ولايت کې د تېرو دوو ورځو ورښتونو له امله د ځينو ولسواليو لارې بندې شوې او يو شمېر څاروي هم له منځه تللي دي.
د دغه ولايت د کوچيانو مدير محمد فاروق د سلواغې په ۱۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ياد ولايت په چاربولک، چمتال او شولګر ولسواليو کې د روانو ورښتونو له امله يو شمېر څاروي له منځه تللي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د واورو د دوه ورځني پرله پسې ورښت له امله د زياتو مالدارنو څاروي په دښتو کې د بند پاتې کېدو له امله له منځه تللي دي.
د هغه په وينا، تر دې دمه يواځې په چاربولک ولسوالۍ کې ۱۲۰ څاروي له منځه تللي دي.
فاروق وويل، چې د دوی د معلوماتو له مخې په شولګر او چمتال ولسواليو کې هم د واورو د روان ورښت له امله څاروي له ستونزو سره مخ دي او لسګونه څاروي له منځه تللي دي؛ خو لا يې دوى کره شمېره معلومه کړې نه ده.
د چاربولک ولسوالۍ د ترکمنانو د شورا مشر عبدالصمد پژواک ته وويل، چې له تېرو دوو ورځو د دې ولسوالۍ د يو شمېر کليو لارې د ولسوالۍ له مرکز سره بندې شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د پاينکي نومي سيمه لاره چې لسګونه کلي پرې پراته دي، لارې يې د ولسوالۍ له مرکز سره بندې شوې دي.
د هغه په وينا، په همدغو کليو کې ۱۲۰ څاروي د سړو له امله له منځه تللي دي.
همداراز د روانو ورښتونو له امله له تېرې ورځې د بلخ ولايت د زارع او کشندې ولسواليو لويې لارې بندې شوې دي.
د زارع ولسوالۍ اوسېدونکي محمداصف پژواک ته وويل، چې له تېرو دوو ورځو د لارې د بندېدو له امله په مزارشريف ښار کې بند پاتې دی.
نوموړي زياته کړه، که چېرې دولت د لارې خلاصېدو لپاره ګامونه پورته نه کړي خلک به له خورا ستونزو سره مخ شي.
د بلخ ولايت د والي وياند منير فرهاد د روانو ورښتونو له امله د شته ستونزو د پخلي تر څنګ پژواک ته وويل، چې دوی هڅه کوي، تر خلکو ځان ورسوي.
نوموړي د کشندې او زارع ولسواليو د لارو بندېدو د پخلي تر څنګ وويل، چې د دواړو ولسواليو د لويې لارو د خلاصېدو جدي چارې پيل شوې، چې د نن ورځې په اوږدو به خلاصې شي.
هغه د څارويو د له منځه تلو په اړه وويل، چې لا هم دوی ته د څارويو د تلفاتو په اړه رسمي راپور نه دی رسېدلى.
فرهاد وويل، چې د بلخ ولايت له بېړنيو پېښو سره د مبارزې اداره چمتو ده، چې په ورته حالاتو کې د رسمي راپورونو پر بنسټ مرسته وکړي.









