جلال اباد (پژواک١٣سلواغه٩٢): د نورستان اوسېدونکي وايي چې د واورې ورښت په دې ولايت کې د ولسواليو او مرکز ترمنځ ډېرې لارې تړلي، چې دوى يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د پارون يو اوسېدونکى موسى وايي، چې له تېرو څو ورځو راهيسې پرله پسې واوره ورېږي.
نوموړى وايي، له مرکز سره د يو شمېر ولسواليو لارې تړل شوي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
هغه زياته کړه: “يو خو لارې ټولې خامې دي او بله واورې ټولې تړلي، ناروغان اوس نه شي کولاى چې مرکزي روغتون ته لاړ شي.”
دى وايي، که لارې همداسې تړلې پاتې شي، نو د لرو پرتو سيمو اوسېدونکي به د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شي.
د نورستان ولايت د وانت وايګل ولسوالۍ يو اوسېدونکى نعمان نورستانى وايي، چې له تېرې ورځې په نورستان کې واوره اورېدنه زياته شوې ده.
نوموړى وايي، واورې لارې تړلي او په کار ده، چې اړونده ادارې په دغې کې جدي ګامونه پورته کړي.
هغه زياته کړه: “که چېرې لارې سر له اوسه پاکې نه شي، نو واوره به ډېره ولوېږي او کېداى شي بيا يې پاکونه ګران کار وي.”
نوموړى، پر ولايتي ادارې غږ کوي، چې له خلکو سره د ژمنيو توکو بېړنۍ مرسته وکړي.
د نورستان د ولايتي شورا غړي ډاکټر شمس اصيل زي پژواک اژانس ته وويل، د واورې اندازه له دوو مترو اوښتې او که ورښت همداسې دوام وکړي، نو اندازه به يې ډېره لوړه شي.
ده زياته کړه، چې د ژمي په موسم کې هر کال د نورستان ولايت اوسېدونکي د خوراکي توکو له کمښت سره مخ کېږي.
ډاکټر شمس وايي: “په ژمي کې ډېرى خلک په کورونو کې بند پاتې وي او نه شي کولاى چې کاروبار وکړي، په کار ده چې حکومت ورسره مرسته وکړي.”
ده د فوايدي عامې رياست له چارواکو غوښتنه وکړه، چې د لارو د پرانيستلو په موخه دې خپلې هلې ځلې پيل کړي، ترڅو لارې خلاصې او د خلکو ستونزې حل شي.
خو د نورستان ولايت د فوايد عامې رييس ظابط خان منګل پژواک اژانس ته وويل، چې په دې برخه کې يې پخوا هم هڅې کړي او هغه تړل شوې لارې، چې مخکې د واورو له امله تړل شوې وې، دوى خلاصې کړې دي.
نوموړى وايي، لا يې هم کاري ټيم د لارو پر پرانيستلو لګيا دى او خپل کار ته دوام ورکوي.
ده زياته کړه: “مونږ په ژمي کې دلته د لارو د خلاصون کار دوامدار کوو، ځکه دلته بې درکه ډېره واوره لوېږي.”
دى وايي، يو ځل بيا به پر خپل کاري ټيم ټينګار وکړي چې څومره ژر کېږي، تړل شوې لارې بېرته پرانېزي.
ياده دې وي چې نورستان د هېواد يو له هغو غرنيو ولايتونو څخه دى، چې د ژمي په موسم کې په کې زياته واوره اوري او ډېرى وخت د مرکز او ولسواليو ترمنځ د تګ راتګ پر وړاندې تړلې وي.










