منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۶ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په فراه کې واورې ځاني او مالي زيانونه اړولي

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

فراه ښار (پژواک ١٥ سلواغه ٩٢): په فراه کې د واورو له امله ٤٢ کورونه نړېدلي، دوه ماشومان او سلګونه څاروي مړه دي او ٧ موټر له سپرليو سره په واورو کې بند پاتې دي.

د پرچمن ولسوالۍ اوسېدونکى او د فراه د ولايتي شورا مرستيال عبدالحميد حميد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په پرچمن کې وړمه شپه د واورې اورښت پيل شوى او تر دې دمه نږدې دوه متره واوره ورېدلې ده.

هغه وويل، چې د واورو له امله د دې ولسوالۍ ټولې لارې د ترافيکو پر مخ تړل شوې او خلک يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له تېرې ورځې راهيسې د پرچمن د “وزمين ، سرخ او لروند” په نوم کوتلونو کې ٧ موټر له سپرليو سره په واورو کې بند دي، خو د سيمې سلګونو کسانو يې د خلاصون هڅې پيل کړې دي.

حميد په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته زياته کړه، چې د دې ولسوالۍ له يوې بلې سيمې په واورو کې بند پاتې ١٧ تنه ژغورل شوي دي.

دى وايي، چې دغه ١٧ تنه تر دې دمه (له غرمې مخکې لس نيمې بجې) خبرې نه شي کولاى او د پرچمن ولسوالۍ په يوه روغتيايي مرکز کې تر درملنې لاندې دي.

دغه راز د فراه د ګلستان ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي اميرجان پژواک ته وويل، چې له وړمې شپې راهيسې په دې ولسوالۍ کې ٦٠ سانتي متره واوره ورېدلې، چې له امله يې په مغل اباد کلي کې ٢١ کورونه نړېدلي دي.

د هغه په وينا، د کورونو د نړېدو له امله دوه ماشومان او ډېر شمېر څاروي مړه شوي او د دې ولسوالۍ لارې بندې دي.

د ده د څرګندونو له مخې، په ياده سيمه کې خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي، ځکه چې توکي يې د کورونو د نړېدو له امله تر خاورو لاندې شوي دي.

په يادو دوو ولسواليو کې تېر ژمي هم واوره ورېدلې وه، خو دومره ډېره نه لکه سږ چې ورېدلې ده.

خو سږ کال د فراه په مرکز او نورو هغو سيمو کې هم واوره ورېدلې، تېر شپږ ژمي په کې واوره نه وه ورېدلې.

د فراه د پشترود ولسوال غوث الدين وايي، چې د دې ولسوالۍ په ساج کلي کې د واورو له امله ٢٠ کورونه نړېدلي او ٥٠ څاروي مړه شوي دي.

د فراه د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست مشر عبدالغفور ايوبي د غوث الدين څرګندونې تاييدوي، خو وايي چې په ګلستان او پرچمن کې د اوښتو زيانونو په اړه معلومات نه لري.

هغه وايي، چې د فراه د بالابلوک ولسوالۍ په توت کلي کې هم د واورو له امله يو کور نړېدلى او دوه ماشومان په کې ټپيان شوي دي.

دى وايي، چې ټپيان د نيمروز ولايت د دلارام ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه راز د ايوبي د معلوماتو له مخې، د فراه د خاکسفېد ولسوالۍ په خوست او جيجه کليو کې ٨٠٠ څاروي له دوو شپنو سره په واورو کې لادرکه دي.

دغه راز هغه وويل، چې د دغه ولايت په جوين ولسوالۍ کې د واورو او سختې يخنۍ له امله ٣٠٠ څاروي مړه شوي دي.

دى وايي، چې فراه د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست له پېښو ځپلو زرو کورنيو سره د مرستې لپاره اړين توکي برابر کړي او همدا اوس په يوه بېړنۍ ناسته کې اړو کسانو ته د مرستو رسولو پر پلان کار کوي.

په دې وروستيو کې د هېواد په ځينې سړو ولايتونو لکه کابل او غزني کې، باران اورېده، خو په ځينو ولايتونو لکه کندهار ، هلمند او نورو کې چې پخوا به ژمى په کې باران اورېده، واوره اورېدلې ده.

د هېواد په ځينو شمالي ولايتونو کې هم واورې اورېدلې، چې له امله يې د بلخ ولايت په مرکز او حيرتانو بندر کې سوداګريزې چارې په ټپه درېدلې دي.

د جوزجان ولايت مال لرونکي وايي، چې زرګونه څاروي يې د واورو له امله له منځه تللي.

د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ځينې خلک په تېره بزګران وروستيو اورښتونو ته خوښ دي او تمه کوي، چې له اورښتونو سره به د وچکالۍ ګواښ له منځه ولاړ شي.