پلخمری (پژواک ١٧ دلو ٩٢): د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله د يوې کورنۍ دوه تنه مړه او ٨ نور ټپيان شوي دي.
د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته په شاوخوا درې بجو د پلخمري ښار په کارته صلح سيمه کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.
ده زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د يوې کورنۍ دوه تنه وژل شوي او د ماشومانو او ښځو په ګډون ٨ تنه ټپيان دي.
د يادې کورنۍ يوه غړي ډاکټر سميع پژواک ته وويل، چې په کور کې د ګاز ډبې يخ نيولى و او يو تن هغه د ګرمولو په موخه د بخارۍ څنګ ته ايښه وه، چې په دې مهال چاودنه رامنځ ته شوه.
د ده په وينا، په دې پېښه کې يو ماشوم چې يو مياشتنى او يو بل تن چې د دوى کره مېلمه راغلى و، مړه شول؛ دوه ښځې، دوه سړي او درې ماشومان په کې ټپيان شوي دي.
د پلخمري ښار د ولايتي روغتون يوه ډاکټر محمد نبي اکبري وايي، چې دوى ته د ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه ټپيان ور وړل شوي دي.
هغه زياتوي، د يوه ماشوم او يوې ښځې روغتيايي حالت نازک دى.









