منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۶ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

سړې هوا او واورې ښويېدنې شپږ تنه مړه کړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

کندوز-باميان (پژواک ١٩ سلواغه ٩٢): په کندوز او دايکنډي ولايتونو کې د سختې يخنۍ او واورې ښويېدنې له امله شپږو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى او څلور نور ټپيان شوي دي.

د کندوز له طبيعي پېښو سره د مبارزې مشر ميراقا اعتبار وايي، چې د دغه ولايت په خان اباد، دشت ارچي او امام صاحب ولسواليو کې د وروستيو سختو واورو له امله پنځو تنو ژوند له لاسه ورکړى دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد پنځه کسان ټول نارينه او د بېلابېلو عمرونو درلودونکي وو.

اعتبار زياته کړه، دغه راز پنځه سوه څاروي هم په دشت ارچي او چهاردرې ولسواليو او د کندوز مرکز په ابدان دښته کې د سختې يخنۍ له امله له منځه تللي دي.

د دغه ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس وويل، چى دوى د دغه ولايت زيانمنو مالدارانو ته ١٣٥ مټريک ټنه واښه ور استولي او ډېر ژر به پرې ووېشل شي.

د ويلو ده، چې تېره اونۍ د ملي اردو ځواکونو شاوخوا پنځلس سوه څاروي، چې په ابدان دښته کې تر واورې لاندې پاتې شوي وو، له مرګه وژغورل او مال لرونکو د ملي پوځ له دغه اقدام څخه ستاينه وکړه.

له بلې خوا يوه ١٧ کلن ځوان د دايکنډي ولايت د ميرامور ولسوالۍ په ورسل کوتل کې د واورې ښويېدو له امله ژوند له لاسه ورکړى او څلور نور په ورته پېښه کې د دې ولسوالۍ په استوک غاښي کې ټپيان شوي دي.

د ميرامور ولسوال سيدمحمد هاشمي پژواک ته وويل، دغه واوره ښويېدنه پرون مازديګر په يادو دوو ځايونو کې رامنځته شوې او د ټپيانو په ډله کې يوه مېرمن هم شامله ده.

هغه زياته کړه، چې د قوناق غاښى د واورې ښويېدو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوى او د دې غاښي د پرانيستو لپاره ١٦٠ تنو په ګډه کار پيل کړى، خو معلومه نه ده، چې کله به پرانيستل شي.

د قوناق کوتل د باميانو د ورث ولسوالۍ او د دايکنډي د ميرامور ولسوالۍ تر منځ پروت دى، چې د کابل- دايکنډي لويه لار له يوه بل سره نښلوي.

د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي د شاتو کوتل له تړل کېدو هم، چې د پنجاب او ورث ولسوالۍ له يکاولنګ او د باميانو له مرکز سره نښلوي، خبر ورکوي او وايي، چې د سختې واورې ورېدو له امله په پنجاب او ورث ولسواليو کې د سلګونو کليو لارې د ولسواليو له مرکزونو سره تړل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له طبيعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې چارواکو اعلان کړى، چې په وروستۍ اونۍ کې د سختې يخنۍ او واورې ورېدنې له امله په بدخشان، پروان، باميان، هلمند، کندوز او فراه ولايتونو کې، ٤١ تنو ژوند له لاسه ورکړى دى.