باميان (پژواک ٢١ سلواغه ٩٢): په باميانو ولايت کې ژېړه زرغونه، چې د لمر سترګې تر څنګ په قوسي ډول راختلې وه،د ژېړې زرغونې په لاندينۍ برخې کې يوه بله د لمر سترګه هم تر سترګو کېده او داسې ښکارېده، چې ته به وايې دوه سترګې راڅرګندې شوې دي.
عيني شاهدان وايي، کله چې د باميانو ښار د غره له شا له ختيځ لوري سترګه راوخته، نو په سوېل ختيځه برخه کې يوه بله د لمر سترګه هم تر سترګو کېده، خو دغه سترګه د اصلي سترګې په پرتله تته ښکارېده.
دغه دوه سترګې، نن سهار شا وخوا د ٨ او ٩:٢٠ بجو تر منځ ليدل شوې دي.
د باميانو اوسېدونکو، چې کله دغه ډول وضعيت په خپلو سترګو لېدلى، نو په خپلو منځونو کې يې بېلابېل تعبيرونه يوه بل ته ويلي، ځينو يې د قيامت علامې بللي، ځينو د پادشاه د بدلون تعبير ترې اخيستى او ځينو نورو بېلابېل تعبيرونه ترې درلودل.
د باميانو ښار يوه هټۍ وال عبدالصمد پژواک خبري اژانس ته ويلي، کله يې چې خپل دوکان پرانيسته، يو ځلې يې د اسمان لوري ته وکتل، چې شين دى او ورېځ، خو ويې ليدل چې د لمر سترګې له ځانه بېلابېلې رڼاګانې ورکړي او دوه دانې تر سترګو کېږي.
هغه وويل: ” نورو کسانو ته مې اواز کړ او ورته مې وويل، چې د لمر دوه سترګې وينم، ايا تاسو هم دوه دانې وينئ که څنګه؟ او که زما سترګې يې سم نه ويني، خو وروسته معلومه شوه، چې ټول کسان دوه سترګې ويني.”
د باميانو ښار بل اوسېدونکي وويل، ډېره ورته د تعجب وړ ده، چې نن يې دوه سترګې لېدلې دي.
هغه زياته کړه: ” شايد زموږ په عمر دا لومړنى ځل وي، چې دا ډول پېښه رامنځته کېږي.”
د هېواد پېژندل شوي ستوري پېژندونکي عبدالله کندهاري وويل، چې له باميانو څخه ده ته هم زنګونه وهل شوي، چې د دوه سترګو له څرګندېدو يې ورته ويلي دي.
هغه زياته کړه، چې د دوو سترګو ليدل له درېيو حالاتو خالي نه دي. لومړى عامل يې په فضا کې موجوده کرسټالونه، ژېړه زرغونه او يو مرکزي نور يې جوړ کړى، چې له لمر سترګې سره ورته والى لري.
دويم د مصنوعي سپوږمکيو احتمال دى، چې پرمختللي هېوادونه ترې ګټه پورته کوي او درېيم هم د پرمختللو سافټويرونو له لارې يو ډول غبرګون دى، چې د ځمکې له رڼا څخه پورته کېږي.
دغه ستوري پېژندونکي زياته کړه، چې شاوخوا زر کاله وړاندې د عباسيانو د خلافت پر مهال د حکيم بن هاشم په نوم يوه سړي هم دا ډول پېښه لېدلې وه، چې کېداى شي هغه هم په فضا کې د کرسټالونو غبرګون وي، چې د ژېړې زرغونې په څېر راختلې وه او مرکزي ځاى يې د لمر سترګې په شان لېدل کېده.
عبدالله کندهاري وويل: “ځينې کسان داسې انګېري، چې دغه موضوع له بد او يا ښه شګون سره اړيکه لري، خو په دې برخه کې کوم ډول ښه او بد شګون شتون نه لري.”










