منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۶ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د ګاز په يوه شرکت کې چاودنه او اورلګېدونه رامنځته شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۳ کتنې

هرات (پژواک ٢٣ سلواغه ٩٢): په هرات ولايت کې د ګازو په يوه شرکت کې تر چاودنې وروسته اور لګېدلى، چې له امله يې د ګازو لس ټېلري بالونونه سوځېدلي دي.

د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال سميع الله قطره د سلواغې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار شپږ نيمې بجې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د هوايي ډګر پر لاره د رحماني د ګازو په شرکت کې چاودنه شوې، چې له امله يې يو تن ټپي شوى دى.

قطره وويل، چې په چاودنه کې  د ګازو لس ټانکر سوځېدلي دي.

عيني شاهدان وايي، چې په دې پېښه کې شپږ تنه ټپيان شوي دي.

نور جزئيات به وروسته خپاره شي.