شبرغان (پژواک ٢٣ سلواغه ٩٢): جوزجان ولايت کې د وروستيو واورو او سړې هوا له امله ٢٩ تنو ژوند له لاسه ورکړى او ٥٣٣ کورنۍ زيانمنې شوې دي.
د جوزجان ولايت مرستيال انجنير عبدالرحمن محمودي، د دغو مړو کسانو له ډلې ٣ نارينه، يوه مېرمن او ٢٥ نور ماشومان ياد کړل.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه راز شاوخوا زر څاروي هم د دغه ولايت په قوش تپې، درزاب، خانقاه او فيض اباد ولسواليو کې له منځه تللي دي.
مرستيال والي د خپلو خبرو په ادامې کې وويل، چې د واورې ورېدنې په پايله کې په درزاب، قوش تپې او فيض اباد ولسواليو کې د کليو او بانډو لارې د دغو ولسواليو له مرکزونو سره تړل شوي او سلګونو تنو ته د مرستې رسولو لړۍ له خنډ سره مخ ده او مرستې ورته نه شي رسولى.
هغه زياته کړه، چې د کليو او بانډو تر منځ د نښلونکو لارو د پرانيستې لپاره جدي هڅې پيل شوي، خو په دې اړه يې نور جزييات ورنکړل.
دغه راز نوموړي څرګنده کړه، دوى پرېکړه کړې، چې د دغو لارو له پرانيستو وروسته به سلګونو اړو کورنيو ته خوراکي او غيرخوارکي توکي له لېږد وروسته وويشي.
د درزاب ولسوال محب الله هم ومنله، چې د سختې واورې ورېدو له امله په درزاب ولسوالۍ کې ټولې نښلونکې لارې بندې دي او خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
نوموړي زياته کړه، چې که په بېړه سره د دغې ولسوالۍ وګړو ته مرستې ونه رسيږي، نو ستونزې به نورې هم ډېرې شي.
له بلې خوا د درزاب ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حاجي اسدالله وويل: ځينې بزګران، چې د کرنې مسايلو ته د لاسرسي لپاره له واورې ورېدو وړاندې خپلو ځمکو ته تللي وو، خو اوس هلته ګېر شوي او ځينې مالداران هم د دغې ولسوالۍ په دښتو کې د خپلو رمو لپاره د وښو له کمښت سره مخ دي.









