منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۶ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د اروزګان په دهراوود کې يو پوليس او د هغه دوه مېلمانه وژل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۴۹ کتنې

ترينکوټ (پژواک ٢٥ سلواغه ٩٢):  چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې پر يوې امنيتي پوستې بريد کړى، چې يو پوليس او د هغه دوه مېلمانه يې وژلي دي.

د دهراوود ولسوال امين الله خالقي د سلواغې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد بريد تېره نيمه شپه په ديزک سيمه کې پر يوې امنيتي پوستې شوى، چې يو پوليس او د هغه دوه مېلمانه په کې وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په ياده پوسته کې نور پوليس هم خو د بريد پر مهال سيمې ته پر ګزمه وتلي وو.

وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

قاري يوسف احمدي وايي، چې د دوى يوه نفوذي کس د اروزګان د دهراوود په ديزک سيمه کې د يوې امنيتې پوستې درې پوليس وژلي دي.

 هغه زياته کړه، چې د وژل شوو پوليسو پنځه ميله وسلې هم د دوى لاس ته ورغلې دي.