کابل (پژواک ٢٦سلواغه ٩٢) : د افغانستان کرکټ بورډ ټاکنيز کمېسيون دکرکټ شل اووريز نړيوال جام لپاره پنځلس کسيزه ملي لوبـډله اعلان کړه.
ټاکل شوې ده، چې د نړۍ د ١٦ هېوادونو د کرکټ لوبډلو په ګډون د شل اووريزو سياليو نړيوال جام د مارچ په ١٦مه، په بنګله دېش کې پيل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک دسلواغې په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان د کرکټ بورډ ټاکنيز کمېسيون د دغو سياليو لپاره ١٥ کسيزه لوبډله ټاکلې، چې په لاندې ډول ده.
محمد نبي عيسى خېل ( لوبډلمشر) محمد شهزاد ، نوروز منګل، محمد اصغر ستانکزى، کريم صادق، ميرويس ا شرف، ګلبدين نايب، سميع الله شينوارى، دولت خان ځدراڼ، حميد حسن، شاهپور ځدراڼ، امير حمزه، نجيب الله تره کى، شفيق الله شفق او نجيب الله ځدراڼ .
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد وايي ، چې شل اووريز نړيوال جام لپاره ښه او پياوړې لوبډله ټاکل شوې ده.
هغه زياته کړه ، چې کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره په سريلانکا کې د تمريناتو زمينه برابره کړې او هيله يې څرګنده کړه، چې دا تمرينات به مثبته پايله ولري.
د يادونې ده، چې د کرکټ شل اووريز نړيوال جام څخه دمخه په بنګله دېش کې اسيايي سيالۍ د فبرورۍ په ٢٥مه، پيلېږي.










