منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۶ غ.م
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په اروزګان کې ولور په کوکنارو پورې تړلې مسئله ده

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۲ کتنې

ترينکوټ (پژواک ٤ کب ٩٢): د اروزګان ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په دغه ولايت کې ولور د کوکنارو په کرکيله پورې مستقم تړاو لري.

ځايي خلک وايي، کله چې په دغه ولايت کې د کوکنار کرکيله او د هغو حاصلات ښه وي، په هغه کال د ښځو ولور هم لوړېږي.

په اروزګان ولايت کې په منځنۍ کچه د مېرمنو ولور له يو ميليون څخه تر پنځه ميليونه پاکستانۍ کلدارو پورې رسېږي.

د دغه ولايت د دهراوود ولسوالۍ يوه اوسيدونکي عبدالباقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په اروزګان کې سږ کال د کوکنارو له ډېر کښت د بيا ځل لپاره ولور لوړ شوى دى.

هغه وايي: ((پخوا په دې ولسوالۍ کې ولور له سل زرو څخه تر درى سوه زرو پاکستانۍ کلدارو رسېده خو اوس دغه بيه ميليونونو ته رسېدلې ده.))

د نوموړي په وينا، د دغه لوړ ولور له امله ځينې ځايي اوسېدونکي نه شي کولاى له چا سره دوستي وکړي.

د باقي په وينا، په اروزګان ولايت کې ډېرى خلک د کوکنارو د کرکيلې له درکه پيسې ترلاسه کوي.

د اروزګان ولايت يوه بل اوسېدونکي خداى نظر پژواک ته وويل، چې تر ډېره يې په سيمو کې ولور د کوکنارو په کرکيله او حاصلاتو پورې تړلې مسئله ده.

د دهراوود ولسوال امين الله خالقي پژواک ته وويل، چې رښتيا هم په دې ولسوالۍ کې د ښځو ولور لوړ شوى خو په وينا يې دغه مسئله تر دې ولسوالۍ محدوده نه ده.

ولسوال خالقي وايي: ((په دې ولسوالۍ کې ولور له يونيم ميليون کالدارو څخه تر دوو ميليونو پورې رسېږي او دغه ولور تر هغې وروسته ورکړل کېږي، چې له کوکنار څخه حاصلات ترلاسه شي ځکه دلته د ګټې وټې يوازېنۍ سرچينه همدا څه دي.))

بله خوا د ارزګان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون ولايتي مسول ډاکتر عبدالغفار ستانکزي پژواک ته وويل، چې په دغه ولايت کې د ښځو ولور ورځ تربلې د لوړېدو په حال کې دى او دا چاره په ډېرو مواردو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې رامنځ ته کوي.

ستانکزى وايي:((په ځينو مواردو کې له کورونو تېښته د لوړ ولور له امله ده ځکه د ډېرو کورنيو لوڼې تر هغې د پلار په کور کې ناستې وي چې، د خسر له کورنۍ يې د ولور پيسې نه وي ترلاسه کړي.

د نوموړي په وينا،لوړ ولور په ارزګان ولايت کې رقابتي بڼه خپله کړې ده خو ځينې ځوانان ددې وس نه لري چې، د خپل واده لپاره د ولور پيسې پوره کړي.

ارزګان د سويل په کچه د هغو ولايتونو په کتار کې راځي، چې کروندګرو يې تر ډېره کوکنار کري.

تېره اونۍ د دغه ولايت چارواکو د ياد ولايت له بزګرو غوښتنه وکړه، چې د کوکنار له کرکيلې لاس واخلي خو دا غوښتنې تر اوسه نه ده منل شوې.