ژبه

د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون ولايتونو ته نن کمشنران لېږي

کابل (پژواک ١٢ کب ٩٢): تر اوږده انتظار وروسته نن د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د ساحوي دفترونو شاوخوا ١٠٠ کمېشنران د خپلو دندو پيلولو لپاره اړوند ولايتونو ته ځي.

دغه کمېسيون تر ټاکلې مودې شاوخوا شپږ مياشتې وروسته وتوانېد چې ساحوي دفترونه فعال کړي.

تر دې مهاله دغه کمېسيون په ولايتونو کې د خلکو شکايتونه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لارې ترلاسه کول.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون اصلي دنده د کانديدانو په اړه د خلکو د شکايتونو ارزونه او ټاکنيزو سرغړونو ته رسېدنه ده، چې د کانديدانو او يا هم د ټاکنو د کمېسيون د کارکوونکو له لوري رامنځته کېږي.

د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون چارواکي وايي، دوى توانېدلي په ٣٤ ولايتونو کې خپل دفترونه پرانيزي چې په دې سره به په مستقيم ډول په ولايتونو کې د خلکو شکايتونه و ارزوي.

د دغه کمېسيون منشي او وياند محمد نادر محسني پژواک ته وويل، چې نن د ولايتي دفترونو له کمېشنرانو غواړي چې ولايتونو ته ولاړ شي او دندې پيل کړي.

د هر ولايت لپاره درى کمېشنران ټاکل شوي چې په مجموعي ډول ١٠٢ تنه کېږي، چې څلورو يې د دندې له پيل کولو وړاندې استعفاوې کړې ده.

محسني د دغو څلورو کمېشنرانو په اړه جزئيات ورنه کړل خو يواځې يې دومره وويل، چې “درې، څلور” تنه يې د “شخصي دلايلو” له امله نه غواړي ولايتونو ته ولاړ شي.

ده زياته کړه: “د مثال په ډول يوه کمېشنره د لوګر ولايت ده، يوې ښځې په لومړيو کې منلې وه چې هلته {لوگر} ځي، خو اوس وايي چې نه شي تللى. نو د دوى ځاى ناستي کمېشنران ټاکل شوي دي او ولايتونو ته لېږل کېږي.”

دا چې يو شمېر کمېشنرانو ولې ونه غوښتل خپلې دندې پيل کړي، ښايي عمده لامل يې په ولايتونو کې د نا امنيو له امله د دوى ژوند ته ورپېښ ګواښ وي چې دوى يې له خپلې پرېکړې ګرځېدو ته اړ کړل.

نا امني او د وسله والو مخالفينو وېره، د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې له عمده ننګونو ده، چې د ټاکنو د روڼوالي په اړه يې په خلکو کې اندېښنې راټوکولې دي.

د کتونکو په باور، ښايي ډېر خلک يې له امله په ټاکنو کې ونډه وانه خلي.

د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون منشي وايي، ناامني د هېواد په کچه ستونزه ده، “خو شخصي اندېښنې د دې لامل کېږي چې ځيني کسان له دندې منصرف شي.”

د ټاکنيز بهير د مهالوېش له مخې، د ټاکنيزو شکايتونو ولايتي دفترونه بايد د تېرې وږي مياشتې په دويمه نېټه پرانيستل شوي واى، خو د کمېسيون چارواکي يې د ځنډ لامل د دغه بنسټ نوى جوړښت، تخنيکي ستونزې او د کافي مالي امکاناتو نشتوالى بولي.

محسني وايي، چې د ټاکنو په برخه کې مرسته کوونکې موسسو وروسته ومنله چې د دوى ولايتي دفترونو ته پيسې ځانګړې کړي.

ده وويل، چې د ولايتي دفترونو په پرانيستلو کې ځنډ د دوى کارونه نه دي اغېزمن کړي، خو يواځې يې پر مرکزي دفتر د کار فشار ډېر کړى وو.

دا چې د ولايتي دفترونو پرانيستل څومره د خلکو د شکايتونو په ارزونه کې اغېزمن دى او کولى شي د شکايتونو کمېسيون کارونه اسانه کړي، محسني په دې اړه وويل: “طبيعي ده، کله چې د ټاکنيزو شکايتونو ولايتي دفترونه پرانيستل شي، هغوى د قانون د حکم له مخې په خپل ولايت کې د شکايتونو د ارزونې واک لري او تر ډېره بريده په مرکزي دفتر کې د کار فشار راکموي او په دې ډول موږ کولى شو، په ښه توګه اساسي موضوعاتو ته خپل پام واړوو.”

د يادونې وړ ده، د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون تر دې مهاله د مرکز او ولايتونو د خلکو سلګونه شکايتونه څېړلي دي، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون په مرسته يې ترلاسه کړې وې.

د شکايتونو پر ارزولو سربېره دغه کمېسيون تېره ورځ د ولايتي شوراګانو د څلورو سوو کانديدانو د تعليمي اسنادو ارزول هم پيل کړي دي، چې دوه ځلې يې لسګونه کانديدان د اسنادو د جعل په تور له لېسته و ايستل.

د راتلونکي کال د ولايتي شوراګانو د ټاکنو لپاره څه د پاسه ٢٧٠٠ کسانو او د ولسمشرۍ لپاره ١١ تنو ځانونه کانديد کړي دي.

ټاکل شوې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه ټاکنې ترسره شي.