چاريکار (پژواک ١٢ کب ٩٢): د کاپيسا ولايت په حصه اول ولسوالۍ کې له تېرې ورځې راهيسې لېوني سپي تر څلوېښتو ډېر کسان داړلي دي.
د حصه اول لسوالۍ د ملاخليل کلي اوسېدونکي محمداشرف پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه لېونى سپى تېر سهار پيدا شوى او د دې ولسوالۍ په ملاخليل، کولالا او اشترګران کلو کې يې تر ٤٠ زيات کسان داړلي دي.
هغه وويل، چې ټپيان د دې ولسوالۍ کلينيک او د ولايت مرکز کې باباعلي روغتون ته وړل شوي دي.
د کولالا کلي اوسېدونکي احمد جاوېد وويل: ((لېوني سپي زما د ورور په ګډون څو کسان داړلي، که مخه يې ونه نيول شي، زيان کسان به وداړي، ورور مې باباعلي روغتون ته ولېږداوه، واکسين يې کړ او تر درملنه لاندې دى.))
دواړې يادې سرچينې وايي، چې لېونى سپى له يوه ځايه بل تښتي او تر اوسه خلک نه دي توانېدلي، چې له منځه يې يوسي.
دوى د جزئياتو له ورکړې پرته وويل، چې د يادو کسانو په منځ کې ماشومان هم شامل دي.
د کاپيسا د عامې روغتيا رييس محمد مرزا رجا د کره شمېرو له ورکړې پرته وويل، داړل شوو کسانو ته په ولايتي روغتون او د حصه اول ولسوالۍ په کلينيک کې د لېوني سپي ناروغۍ ضد واکسين لګول شوى دى.
هغه زياته کړه: ((موږ د داسې پېښو لپاره واکسين لرو، خو خلک بې پروايي کوي، سپي ساتي، خو موږ غواړو، چې د کوڅه ډبو سپيو د له منځه وړو لپاره يو کمپاين ترسره کړو.))
د لېوني سپي ناروغۍ ويروس ډېر وختونه د داړلو او يا هم د يوه حيوان له خوا د پوست د ګرولو له لارې، چې په دې ناروغۍ اخته وي، لېږدول کېږي او پر عصبي سيسټم بريد کوي.
دا ناروغي د بېړنۍ درملنې نه کولو په صورت کې د ګوزڼ او حتى د انسان د مړيني سبب ګرځي.