منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۰ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ ځينې ښځينه لوبغاړې خپل حقوق غواړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۷ کتنې

دغه لاريون، چې شاوخوا شلو تنو په کې ونډه لرله، نن په کابل ښار کې د کرکټ بورد د دفتر مخې ته ترسره شو.

د يادو لاريون کوونکو په استازيتوب د کرکټ بورډ د ښځينه لوبغاړو د پراختيايي برخې پخوانۍ مشرې ديانا بارکزۍ وويل، چې په لاريون کوونکو کې د کرکټ د ښځينه ملي لوبډلې غړي او نور لوبغاړي شامل دي.

د هغې په وينا، کرکټ بورد بايد د ښځينه لوبغاړو ملي لوبډلې ته مياشتنۍ تنخوا ورکړي او بهر ته د کاري سفرونو تر څنګ نورې اسانتياوې ورته برابرې کړي.

د ديانا په وينا، ځکه يې شاوخوا دوې اونۍ مخکې له کرکټ بورد څخه استعفى کړې، چې د کرکټ د چارواکو له لوري ښځينه لوبغاړو ته حقوق نه ورکول کېدل.

دې دعوه وکړه، چې د کرکټ بورد چارواکي د دغه بورډ بوديجه د کرکټ د چارو پر ځاى پر خپلو شخصي کارونو لګوي.

هغې په دې اړه رسنيو ته اسناد وړاندې نه کړل، خو ويې ويل چې په اړه يې اسناد لري.

ديانا له ولسمشر حامد کرزي او عدلي او قضايي ارګانونو غوښتنه وکړه، چې د کرکټ بورد مشر او نور چارواکي تر عدلي تعقيب لاندې راولي او له دندې يې ګوښه کړي.

 هغې زياته کړه: ((که په ٤٨ ساعتونو کې زموږ غوښتنې ونه منل شي نو د نه خوړو په اعتصاب به لاس پورې کړو.))

يوې بلې لاريون کوونکې نبيلا حميدي، چې ځان يې د کرکټ د ملي لوبډلې غړې معرفي کړه، پژواک ته وويل: ((پنځه کاله کېږي، چې موږ دلته تمرين کوو خو د کرکټ بورد له لوري موږ ته هېڅ امتياز حتى زموږ خپل حق نه دى راکړل شوى.))

هغه وايي، چې له کور څخه تر لوبغالي د ترانسپورت امکانات نه دي ورته برابر شوي او د تګ راتګ کرايه له خپله جېبه ورکوي.

يادو دواړو سرچينو ويل، چې د کرکټ بورد چارواکي له ښځينه لوبغاړو سره تاوتريخوالى کوي، خو ويې نه ويل چې له هغوى سره څه ډول تاوتريخوالى شوى دى.

خو د کرکټ بورد وياند فريدالله هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه بورد چارواکو له هېچا سره تاوتريخوالى نه دى کړى او تر اوسه د ښځينه وو د کرکټ ملي لوبډله نه ده جوړه شوې.

هغه زياته کړه: ((ديانا بارکزۍ ته د کرکټ له لوري دنده سپارل شوې وه، چې د ښځينه کرکټ لوبډلې جوړولو لپاره کار وکړي، خو ديانا په دې ونه توانېده، چې ټېم جوړ کړي.))

د هوتک په وينا، دوې اونۍ وړاندې کرکټ بورد پرېکړه وکړه، چې ديانا له دندې ګوښه او يو بل کس يې پر ځاى وګوماري، تر څو د ښځينه لوبډلې د جوړولو لپاره لازمې هڅې وکړي.

هوتک وايي، کرکټ بورد په پام کې لري، چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه د ښځينه کرکټ لوبډلې کابل ته راوغواړي او تر ازمويني وروسته به د کرکټ ښځينه ملي لوبډلې لپاره لوبغاړي غوره شي.